لنډ مهاله حكومت اعلٰی بيورو كريسي كښې د تبادلو احكامات جاري كړل

image

اسلام آباد 01 جون (اے پی پی) لنډ مهاله حكومت اعلٰی بيورو كريسي كښې د تبادلو احكامات جاري كړې دي ۔د اسټېبلشمنټ ډويژن جاري شوي نوټيفيكشن له مخې د سېكرټرټ ډلې ګرېډ 22 افسر عامل سهيل د وزيراعظم سېكتر٬د پاكستان اېډمنسټرېټيو سروس ګرېډ 21 افسر عامر علي ظفر څوك چې وزيراعظم آفس كښې اېډېشنل سېكتر ؤ فنانس ډويژن كښې اېډېشنل سېكتر٬د پاكستان اېډمنسټريټيو سروس ګرېډ 22 افسر فواد حسن فواد چا چې وزيراعظم آفس كښې د سېكتر خذمات ترسره كول لاهور سول سروسز اكېډېمي كښې ډائرېكټر جنرل تعينات كړې شوې۔د پاكستان اېډمنسټرېټيو سروس ګرېډ 17 افسر خرم پروېز څوك چې خېبرپښتونخوا حكومت كښې تعينات ؤ د هغه خذمات ګلګت بلتستان ته سپارلې شوي دي ۔

مضمون کا ماخذ : لاٹری کے لائیو نتائج
متعلقہ مضامین
مزید خبریں