امریكا كښې د پاكستان پخواني سفیر عبدالله حسېن هارون د لنډ مهاله خارجه وزیر چوكۍ سنبھال كړه

image

اسلام آباد 05 جون (اے پی پی) د سندھ اسملبی پخواني سپیكر او امریكا كښې د پاكستان پخواني سفیر عبدالله حسېن هارون د لنډ مهاله خارجه وزیر چوكۍ سنبھال كړې ده۔ اولس مشر ممنون حسېن د نهې په ورځ ایوان صدر كښې د نوې لنډ مهاله كابینې څخه سوګند واخست۔عبدالله حسین هارون په 21 اكتوبر 1950 زيږدلې ؤ۔ هغه ستمبر 2008 نه تر دسمبر 2012 امریكا كښې د پاكستان سفیر ؤ۔ دې د سندھ اسمبلۍ پخواني سپیكر په چوكۍ هم پاتې شوې۔حسین هارون د سعید هارون زوې د حمید هارون مشر ورور او سر عبدالله هارون نمسې دے۔سر عبدالله هارون يو نامتو سياستمدار ؤ۔عبدالله حسېن هارون خپل تعلیم كراچۍ ګرامر سكول څخه بشپړ كړې او دې نه پس د كراچۍ پوهنتون څخه ئې زدكړې ترلاسه كړي۔ دې نه پس هغه كراچۍ میټرو پولیټن كارپوریشن كښې كونسلر،كراچۍ پورټ ټرسټ كښې ټرسټی،1985 نه تر 1988 د سندھ اسمبلۍ غړې او 1986 نه تر 1988 د مخالفې ډلې لارښود ؤ۔2008 ء كښې عبدالله حسین ملګرو ملتونو كښې د پاكستان مستقل نمائنده غوره كړې شوے ؤ۔

مضمون کا ماخذ : میگا ملینز کے فاتحین
متعلقہ مضامین
مزید خبریں