د قامي وطن ګوند مشر آفتاب احمد خان شېرپاؤ به حلقه اېن اے 23 چارسده څخه ټاكنو كښې برخه اخلي

image

اسلام آباد ۔ 11 جون (اے پی پی) د قامي وطن ګوند مشر آفتاب احمد خان شېرپاؤ به حلقه اېن اے 23 چارسده څخه ټاكنو كښې برخه اخلي۔ دده په مقابله كښې پاكستان تحريك انصاف تر دې دمه كوم كانديد ته ټكټ جاري كړې نه دې۔ اے اېن پي دده مقابلې له ګلزار خان خپل كانديد غوره كړې۔ د تفصيلاتو ترمخه د قامي وطن ګوند مشر آفتاب احمد خان شېر پاؤ حلقه اېن اے 23 چارسده څخه ټاكنو كښې برخه اخلي۔ دده مقابله كښې د جمعيت علماﺀ اسلام او مسلم ليګ (ن) كانديدانو څخه د انټرويو لړۍ جاري ده۔ تر دې دمه دواړو ګوندونو د خپلو كانديدانو نامې فائنل كړې نه دي۔

مضمون کا ماخذ : apostas quina
متعلقہ مضامین
مزید خبریں