چین سره سي پېك او د ګوادر غوندې منصوبو څخه به نه يوازې دواړه هېوادونه بلكې د منطقې نور هېوادونه هم پرمختګ او سوكالي ومومي

image
APP90-11 QINGDAO: June 11 – President Mamnoon Hussain addressing the gathering during an event organised by Pakistan China Friendship Forum. APP

چنګ داؤ 11 جون (اے پي پي) اولس مشر ممنون حسېن پاك چین دوستی فورم ته د وېنا په مهال د اېس سي او ټرېډ كوريډور تجويز وركولو سره وئيلې دي دې کوریډور څخه به منطقه كښې د توان ضرورتونه ترسر كولو له مرسته ترلاسه شي٬ د چین په خارجه پاليسۍ كښې نور هېوادونه هم د پرمختګ په سفر كښې شاملول خوشبينه خبره ده۔ اولس مشر څوك چې دا مهال د شنګهائي تنظيم په 18مه غونډه كښې ګډون لپاره د چين په څلور ورځنۍ دوره تللي د ګل په ورځ خپلې وېنا كښې ووئيل د شنګهائي مرستې تنظيم په كاميابه غونډه كولو د چين ټول قام او حكومت د مباركۍ مستحق دے۔ اولس مشر ممنون حسېن ووئيل چین سره سي پېك او د ګوادر غوندې منصوبو څخه به نه يوازې دواړو هېوادونو كښې بلكې د منطقې نورو هېوادونو كښې هم پرمختګ او سوكالي وده ومومي٬ پاك چین دوستي د دې منصوبې له امله يو مثال ګرځېدلې٬ بايد د دواړو هېوادونو ترمېنځه د كلتور او تجارت پشمول نورو څانګو كښې سره د پلاويو تږ راتږ باوري شي كومې سره به چې د دواړو هېوادونو ترمېنځه دوستي او اړيكې لا قوي شي او د تجارت نوې لارې به پرانستلې شي۔ ده ووئيل د چين اولس مشر شي جن پنګ د ون بېلټ ون روډ په وژن عملدرآمد په نتيجه كښې دا منصوبه دواړو هېوادونو لپاره د يو ډول ګټه وره ده۔ ده ووئيل زمونږ كاميابي د توان كمې تر سره كولو سره پاكستان كښې پاك چين اقتصادي لاره كښې سرمايه كارۍ او زرعي څانګه كښې دغوره كاركردګۍ له امله ممكنه ده ۔ ده ووئيل سي پېك او د رېلوے نظام به نړۍ ګوادر او د كراچۍ بندرځايونه سره وتړي۔ اولس مشر ممنون حسېن ووئيل پاکستان به د چين خپلو روڼو د ټېكسټائل ٬ انفراسټركچر ٬ پېټروكيميكل ٬ سټيل زراعت پشمول څانګو كښې د سرمايه كارۍ هركلے كوي۔ اولس مشر د دې عزم څرګندونه وكړه چې د پرمختګ سفر به روان ساتلې شي ۔ اولس مشر ووئيل دا مهال د پاكستان شل زره زده كوٶنكي چين كښې زده كړه كوي۔ ده د سباٶن ضرورت محسوسولو سره د سي پېك پوهنتونونو جوړولو تجويز هم وړاندې وركړو چې پكښې د دواړو هېوادونو د ژبو تعليم وركړې شي۔ ده ووئيل د شريكو ډګرو وركولو پروګرامونه پېل كول هم پكار دي

مضمون کا ماخذ : estratégias para loteria
متعلقہ مضامین
مزید خبریں