د هېواد سماجي او اقتصادي پرمختګ لپاره د انفارمېشن او كميونيكېشن ټېكنالوجيز وده ضروري ده

image
APP23-13 ISLAMABAD: July 13 – Caretaker Prime Minister Justice (Retd) Nasir-ul-Mulk offering dua after inaugurating Pakistan-China Optical Fiber Cable Project. APP

اسلام آباد 13 جولائي (اے پي پي) لنډ مهاله وزيراعظم جسټس (ر) ناصر الملك وئيلي دې د هېواد سماجي او اقتصادي پرمختګ لپاره د انفارمېشن او كميونيكېشن ټېكنالوجيز وده ضروري ده ٬ د پاك چائنه آپټیکل فائبر کېبل پراجېکټ سره به پاكستان كښې د زمكيز كېبل رابطه كارۍ له آسانۍ ترلاسه شي او په سمندري كېبل به انحصار كم شي۔ وزيراعظم د جمعې په ورځ دا خبرې د پاك چائنا آپټیکل فائبر کېبل پراجېکټ پرانستې دستورې ته خپلې وېنا كښې وكړې۔ په دې موقع د انفارمېشن ټېكنالوجۍ او كميونكيشن انچارج وزير شېخ یوسف، د سپېشل کمیونيکيشن آرګنائزېشن ډائرېكټر جنرل مېجر جنرال عامر عظیم باجوہ او پاکستان كښې د چين سفير یاؤ جنګ هم موجود ٶ۔ دا منصوبه په دوو كاله رېكارډ موده كښې بشپړه كړې شوې چې پكښې د پېنډۍ نه تر خنجراب تر اوسه 820 كلوميټره اوږد د زمكې دننه د آپټیکل فائبر کېبل او د کریم آباد نه تر خنجراب 172 كلوميټره فضائي آپيټكل فائبر كېبل د مواصلاتي انفراسټركچر وده شامله ده ۔ د دې نه علاوه د پېنډۍ نه تر خنجراب په بېلا بېلو ځايونو كښې د آپټيكل فائبر كېبل نېټ ورك بېك آپ لپاره د اعلٰې استعداد وړ 26 مائيكروونو لنكس او 9 سنټرې هم د منصوبې برخه دي ۔ وزیراعظم د منصوبې په سختو سيمو كښې په كاميابۍ سره بشپړولولو لپاره د اهلكارو د هڅو ستائنه وكړه ۔ ده ووئيل د سي پېك له مخې ترسره شوې دې منصوبې سره پاكستان كښې د زمكيز كېبل رابطه كارۍ له به آسانۍ ترلاسه شي او په سمندري كېبل به انحصار كم شي او دغسې چين ته به اروپا ٬ مېنځني ختيز او افريقې سره د ټرانزټ ټېلي كام ټرافك لپاره متبادل رسنه ترلاسه شي٬ دا منصوبه به د هېواد قطبي سيمو كښې د ټېلي كام څانګې پرمختګ لپاره هم مرستياله وګرځي۔ وزيراعظم ووئيل پاكستان چين سره خپل ملګرتيا ته په درنه سترګه ګوري څوك چې په هر ازموئنه كښې كامياب ختلي ۔ سي پېك د ون بېلټ ون روټ منصوبې د ټولو مهمه برخه ده۔ په دې موقع د چين سفير او سپیشل کمیونیکیشن آرګنائزېشن (اېس سي او) ډائرېکټر جنرل مېجر جنرال عامر عظیم باجوہ هم وېنا وكړه۔(

مضمون کا ماخذ : سمندری ڈاکو گولڈ
متعلقہ مضامین
مزید خبریں