د وزيراعظم عمران خان په مشرۍ كښې د اطلاعات او خپرونو وزارت په حقله غونډه

image
APP74-05 ISLAMABAD: September 05 - Prime Minister Imran Khan chairing a briefing of Information & Broadcasting Division at PM Office. APP

اسلام آباد 05 ستمبر (اے پي پي)وزيراعظم عمران خان وئېلي دي په تاثر جوړولو او د هېواد رېښتنې تشخص څرګندولو كښې د اطلاعات او خپرونو وزارت مهم كردار لري٬ د اوسنۍ جديد اطلاعات لرونكې نړۍ سره قدم په قدم مونږ له د كلتوري يلغار نه خپل اقدارو له تحفظ وركول غواړي۔ده دا خبرې د شورو په ورځ د اطلاعات او خپرونو وزارت په حقله د غونډې مشرۍ په مهال كړې چې پكښې د اطلاعات او خپرونو وفاقي وزير چوهدري فواد حسېن٬د وزيراعظم خاص مرستيال افتخار دراني٬ نعيم الحق٬د وزيراعظم سېكتر محمد اعظم خان٬د اطلاعات او خپرونو وزارت سېكتر او اېم ډي پي ټي وي نواز احمد سكهيرا او نور چارواكو ګډون كولو۔د اطلاعات او خپرونو وزارت سېكتر محمد نواز سكهيرا د وزارت او د اړوندو څانګو په اړه بشپړ بريفنګ وركړو۔وزيراعظم ووئيل په تاثر جوړولو او د هېواد تشخص څرګندولو كښې د اطلاعات او خپرونو وزارت مهم كردار لري٬ د اوسنۍ جديد اطلاعات لرونكې نړۍ سره قدم په قدم مونږ تللو لسره د كلتوري يلغار نه خپل اقدارو له تحفظ وركول غواړي۔د پي ټي وي او راډيو پاكستان پشمول د رياستي نشرياتي ادارو په چارو غور كولو سره وزيراعظم د غېر جانبدارۍ په ځاې ساتلو زور راوړو او ديانتداره او د پېشه وره صلاحيت لرونكو نامتو شخصياتو د بورډ آف ډائرېكټرز تشكيلولو امر يې وكړو كوم به چې د دغې څانګو د انتظامي او مالي چارو څارنه كوي۔وزيراعظم د پي ټي وي د خسارې نه ويستلو او يو غوره اداره جوړولو له د تشكيل نو لپاره د واضح نظام الاوقات سره سره د كوټلي پلان جوړولو امر هم وكړو

مضمون کا ماخذ : ایشیا ڈریگن
متعلقہ مضامین
مزید خبریں