وزیر اعظم عمران خان د سعودی عرب په قامی ورځ د ټول قام د اړخه د سعودی فرمانروا او سعودی اولس له مبارکي

image

اسلام آباد 23 ستمبر(اے پی پی) وزیر اعظم عمران خان د سعودی عرب په قامی ورځ د ټول قام د اړخه د سعودی فرمانروا او سعودی اولس له مبارکي وركولو سره وئيلي چې د سعودی عرب تعمیر ٬ پرمختګ او استحکام د هر پاکستانی د زړه غږ دې۔ د اتوار په ورځ د مباركۍ په خپل پیغام كښې وزیراعظم ووئيل د سعودی عرب قوي كيدل د عالم اسلام قوي كيدل دي۔ ده ووئيل د پاکستان او سعودی عرب اولس خپلو كښې د مذهب او ورورولۍ قوي خپلولي لري۔ په هر سخت وخت كښې سعودی عرب د پاکستان ملګرتيا كړې۔وزیراعظم ووئيل د پاکستان حکومت او عوام دې جذبې به د قدر په سترګه ګورې۔ده ووئيل د سعودی عرب اوسنۍ دورې سره دوه اړخيزه مرسته لا قوي شوي د كوې ميوې به چې ټولې سيمې ته ترلاسه شي۔ وزیر اعظم خادمین حرمین شریفین، ولی عهد شهزاده محمد بن سلمان او د شاهی كورنۍ نورو كسانو لپاره د نيكو هيلو څرګندونه وكړه۔

مضمون کا ماخذ : سانتا کی جنگلی سواری۔
متعلقہ مضامین
مزید خبریں