د خارجه وزير شاه محمود قرېشي په كوالالمپور كښې مېډيا سره خبرې

image

كوالالمپور 21 نومبر (اے پي پي) خارجه وزير شاه محمود قرېشي وئېلي دي چې د وزيراعظم عمران خان د ملائېشيا دورې سره به د دواړو هېوادونو اړيكې بېرته په جوړولو كښې مرسته وشي۔په كوالالمپور كښې مېډيا سره په خبرو كښې خارجه وزير ووئيل چې د وزيراعظم د ملائېشيا دورې په موقع د دواړو هېوادونو ترمينځه د مرستې د اضافې نوې موقعې په ګوته كړی شوې دي او د معيشت په بېلا بېلو څانګو كښې د يو بل د تجربو نه په زده كړه كولو اتفاق شوې۔ده ووئيل چې د پاكستان او ملائېشيا ترمينځه د پلاو په كچه د ملاقات په مهال په ګوته كړی شويو څانګو سره به دوه اړخيزه سرمايه كاري زياته شي۔خارجه وزير شاه محمود قرېشي ووئيل چې په ملائېشيا كښې مېشته پاكستانيان هر كال خواري كولو سره يو ارب ډالر پاكستان ته رالېږي كوم چې په معيشت كښې د دوي د كردار او خپلې خاورې سره د مينې واضح ثبوت دې

مضمون کا ماخذ : لاٹری ٹکٹ لائیو
متعلقہ مضامین
مزید خبریں