د خارجه وزير مخدوم شاه محمود قريشي د چين خارجه وزير وانګ ژي سره په ملاقات كښې خبرې

image

بيجنګ 25 دسمبر (اے پي پي) خارجه وزير مخدوم شاه محمود قريشي وئيلي دي چې د پاكستان او چين دوستي په اولسي او حكومتي كچه بشپړه ډاډګېرنه لري٬ سي پېك پاكستان او منطقې لپاره تزويراتي اهميت لري۔ ده دا خبرې د نهې په ورځ د چين خارجه وزير وانګ ژي سره د ملاقات په مهال وكړې۔ د دواړو مشرانو ترمېنځه دا خاص ملاقات په بيجنګ كښې وشو۔ د ملاقات په مهال په دوه اړخيزه اړيكو او مهمو سيمه ايزو او نړيوالو چارو خبرې وشوې۔ خارجه وزير شاه محمود قريشي د پاكستاني وزيراعظم عمران خان لخوا د چين مشرتابه لپاره د نيكو هيلو پېغامونه هم ورسول۔ ده ووئيل چې د پاكستان او چين دوستي په اولسي او حكومتي كچه بشپړه ډاډګېرنه لري۔ سي پېك د چينائي اولس مشر د ون بېلټ ون روډ د ويژن عكاسي كوي۔ ده ووئيل چې سي پېك پاكستان او منطقې لپاره تزويراتي اهميت لري۔ د دواړو مشرانو ترمېنځه په افغانستان كښې د امن په اړه هم خاص خبرې وشوې۔ خارجه وزير شاه محمود قريشي ووئيل چې چين چين په افغانستان كښې د تفاهم عمل لپاره د پاكستان د هڅو ملاتړ كړے۔ دواړو خارجه وزيرانو په منطقه كښې امن او استحكام او د روابطو ودې لپاره د شريك لائحه عمل خپلو د عزم څرګندونه وكړه۔

مضمون کا ماخذ : loteria com prêmio acumulado
متعلقہ مضامین
مزید خبریں