د پوځ سرلښكر جنرال قمر جاوېد باجوہ سره په افغانستان كښې د ريزولوټ سپورټ مشن كمانډر جنرال آسټن سكوټ مېلر وليدل

image

پېنډۍ 27 دسمبر (اے پي پي) د پوځ سرلښكر جنرال قمر جاوېد باجوہ سره په افغانستان كښې د ريزولوټ سپورټ مشن كمانډر جنرال آسټن سكوټ مېلر ليدلي۔ د ملاقات په مهال د شريكې خوښې چارو سره سره په سيمه ايزه سلامتيا او د افغانستان د روغې جوړې د روان عمل په چارو غور وشو۔ د آئي اېس پي آر له مخې دواړو مشرانو د افغانستان د مسئلې د سياسي هواري په اهميت سلا وكړه او په دې خبره ئې زور رواړو د افغان په قيادت كښې د افغان اولس د تائيد وړ مذاكراتي عمل هم په افغانستان كښې د امن ضامن دے۔ دوي د ترهګرۍ او كوټلې پوله ايز نظام لپاره د همكارۍ د هلو ځلو په حاجت زور رواړو۔ سرلښكر جنرال قمر جاوېد باجوہ ووئيل پاکستان افغانستان كښې د امن هلو ځلو لپاره عزم لري٬ په افغانستان كښې امن پاکستان كښې امن لپاره مهم دے

مضمون کا ماخذ : como ganhar na quina
متعلقہ مضامین
مزید خبریں