د کتاب كلتور او د لوستې عادت د پرمختللېو هېوادونو په اسلوبو كښې شامل دے

image
APP03-01 ISLAMABAD: January 01 - President Dr. Arif Alvi being briefed on National Book Foundation at the Aiwan-e-Sadr. Federal Minister for Federal Education & Professional Training/National History & Literary Heritage Division Shafqat Mahmood is also present. APP

اسلام آباد 01 جنوري (اے پي پي)اولس مشر ډاكټر عارف علوي وئيلي دي د کتاب كلتور او د لوستې عادت د پرمختللېو هېوادونو په اسلوبو كښې شامل دے ٬ زمونږ په هېواد كښې دا اسلوب خپلولو ته اړتيا ده ٬ په دې لړ كښې د نېشنل بك فاٶنډېشن هڅې د قدر وړ دي۔ د دې خيالاتو څرګندونه ده په ايوان صدر كښې د نېشنل بك فاٶنډېشن لخوا د وركړې شوې بريفنګ په مهال كړې۔ په دې موقع د قامي تاريخ او ادبي ورثې ډويژن وفاقي وزير شفقت محمود هم موجود ٶ۔ اولس مشر ووئيل زده كوٶنكو ٬ استاذانو او عام وګړو ته معياري او آرزانه كتابونه وركول د وخت مهم ضرورت دے۔ ده ووئيل د كتاب د كلتور ودې لپاره د حكومت پشمول د ټولنې ټولو طبقو له به خپل بشپړ كردار لوبول وي۔ اولس مشر د نېشنل بك فاٶنډېشن لخوا د چلېدونكي موبائل بك شاپ او د دغې د لارې لرې پرتو سيمو كښې د كتابونو نندارتون ستائنه كولو سره ووئيل دا كار يو قامي خدمت دے كوم چې په زړه پورې ډول روان ساتل پكار

مضمون کا ماخذ : بڑا برا بھیڑیا۔
متعلقہ مضامین
مزید خبریں