د نېب چيئرمېن په مشرۍ كښې غونډه

image

اسلام آباد 22 جنوری (اے پي پي) قامي احتساب بېورو (نېب) په جعلي اكاٶنټس كېس كښې د سترې محكمې پرېكړې په اړه نېب د كمبائنډ انوسټي ګېشن ډلې جوړولو پرېكړه كړې ده۔ د نهې په ورځ د نېب چيئرمېن جسټس (ر) جاوېد اقبال په مشرۍ كښې غونډه شوې چې پكښې د نېب پراسيكيوټر جنرل، ډي جي آپرېشنز، د پېنډۍ ډي جي او د نېب لوړ پورو ګډون وكړو۔ په غونډه كښې د سپريم كورټ د فېك اكاٶنټس كېس كښې د پرېكړې جاج واخستې شو او د نېب كمبائنډ انوسټي ګېشن ډلې جوړولو پرېكړه وشوه چې مشري به ئې د پېنډۍ نېب ډي جي عرفان نعیم منګي كوي او د دې څارنه به چيئرمېن نېب كوي۔ نېب يو ځل بيا باور وركړې چې نېب د سپريم كورټ د پرېكړې په رڼا كښې د قانون او كوټلو شواهدو په بنياد پلټنې سپېځلې او خپل انجام ته په رسولو باور لري٬ ميډيا ته خواست كوٶ چې د فېك اكاٶنټس كېس په اړه د ګنګوسو نه ډډه وكړي

مضمون کا ماخذ : عمومی کلیدی الفاظ
متعلقہ مضامین
مزید خبریں