د خېبر پختونخوا بېلو ضلعو كښې د بارانونو نوې لړۍ پېل شوه

image

پېښور ۔30جنوری (اے پی پی) د خېبرپختونخوا بېلو سيمو كښې د بارانو نوې لړۍ د شورؤ ورځ څخه پېل شوې ده۔ د موسميات څانګې راپور ترمخه د بارانونو نوې لړۍ په مهال مالاکنډ او د هزارې په سوئيلي او منځنو ضلعو كښې په ځينو سيمو باران او ځينو نورو څاڅكي شوي ۔ دا لړۍ به تر څو ورځو دوام لري۔ بلخوا پروانشل ډیزاسټرمېنجمنټ اتھارټی ټولو ضلعو ته الرټ جاري كړې كوم كښې چې د ټولو ضلعو ضلعي انتظاميو ته نالو او دريابونو كښې د اوبو په حالت د نظر ساتلو او په خصوصي توګه پورته ضلعو كښې د درنې مشينرۍ شته والې باوري كولو هدايت شوې۔ دغسې چې په كوم ناوړه صورتحال قابو موندل آسان وي۔ اتھارټي په خپله مراسله كښې دا هم هدايت كړې چې بېلو سيمو پلو تلوونكي سېلګري دې د موسم صورتحال څخه خبر وساتلې شي

مضمون کا ماخذ : جیک اور بین اسٹالک
متعلقہ مضامین
مزید خبریں