د دفاع وزير پروېز خټك په مشرۍ كښې د دولتي زمكو كارولو په اړه د جوړې شوې خاص كمېټۍ غونډه

image
APP62-06 ISLAMABAD: February 06 - Federal Minister for Defence, Pervez Khattak chairing a meeting of a special committee constituted to determine alternative use of public property. APP

اسلام آباد 06 فروری (اے پی پی) د دفاع وزير پروېز خټك وئېلي دي حكومت به د دولتي زمكو كارولو لپاره د هر ډول ممكنه مرسته او لارښوونه كوي٬په دې تناظر كښې د تاخير كوم جواز به اونه منلې شي ٬ټولې اړوندې ادارې دې د سركاري زمكو په اړه سنجيده وړاندېزونه او جامع پلان وړاندې كړي۔د وزيراعظم لخوا د سركاري زمكو كارولو په اړه د جوړی خاص كمېټۍ غونډې مشرۍ كولو سره د دفاع وزير پروېز خټك ووئيل ځينې سركاري زمكې تراوسه نه دې كارولې شوې او نه د دې سركاري زمكو كارولو په اړه كوم پلان ترتيب كړی شوې۔د دفاع وزير اړوندو ادارو ته سپارښتنه وكړه چې په دې لړ كښې د سنجيدګۍ مظاهره وكړي او جامع پلان وضع كړي۔دا د اړوندو وزارتونو او ادارو ذمه واري ده چې دا تعين وكړي چې سركاري زمكې استوګنې يا كمرشل مقصد لپاره وكارولې شي۔ده امر وكړو چې په سركاري زمكو د قبضې معلومات راكړئ او راخلاصولو لپاره ګامونه پورته كړئ ۔كمېټي به په دې لړ كښې هر ډول مرسته كوي۔

مضمون کا ماخذ : لاٹری کے انعامات
متعلقہ مضامین
مزید خبریں