نن د ګل په ورځ اسلام آباد كښې د عامې رخصتۍ اعلان٬ ټولې تعليمي ادارې به بندې وي

image

اسلام آباد 17 فروری (اے پی پی) د داخله وزارت لخوا د جاري كړې شوي نوټيفكېشن ترمخه (نن) د ګل په ورځ به د وفاقي حكومت او وفاقي سېكرټرېټ ټول دفترونه بند وي۔ بياهم د داخله ٬ خزانه ٬ كابينه ٬ خارجه چارو ٬ اطلاعات او خپرونو ٬ تجارت ٬ سرمايه كارۍ بورډ ٬ پریزیډنټ سېکرټرېټ او د وزیراعظم آفس ضروری عملھ به خپله وظيفه ترسره كوي۔ بلخوا د ضلعي مجسټرېټ محمد حمزه شفاقت لخوا جاري كړې شوي نوټيفكېشن ترمخه د ګل په ورځ اسلام آباد ضلع كښې عامه رخصتي اعلان شوې ده۔ ټولې تعليمي ادارې به بندې وي۔ بياهم مېټرو پولیټن کارپورېشن اسلام آباد، د سی ډی اے،آئی سی ټی انتظامیې،آئی سی ټی پولیس،آئیسکو او د اېس اېن جی پی اېل دفترونه او روغتونونه به پرانستې وي

مضمون کا ماخذ : پاور بال کے نتائج
متعلقہ مضامین
مزید خبریں