كورنګ او راول لیك كښې د زياتې شوې آلودګۍ مخنيوي ته اړتيا ده، مخدوم خسرو بختیار

image

اسلام آباد 22 فروری (اے پی پی) د منصوبه بندۍ ،پرمختګ او اصلاحات وفاقی وزیر مخدوم خسرو بختیار وئيلي دي چې د كورنګ نالۍ او راول لیك څخه اوبه د عام استعمال لپاره كارولې كېږي د كومو له امله چې وګړې د بيلو ناروغو سره مخ كېږي دا د حكومت لپاره يوه لويه مسئله ده د كومې مخنيوي ته چې اړتيا ده۔ د دې خیالاتو څركندونه ده تيره ورځ سی ډی ډبلو پی غونډې ته خطاب كښې كړې۔په غونډه كښې د كورنيو چارو وزارت او پنجاب حكومت د اړخه په كورنګ نالۍ او راول لیك ته راتلونكو ګنده اوبو پاكولو لپاره 4 سیوریج ټریټمنټ پلانټس او اړوند سیوریج سسټم جوړولو لپاره 3518 ملیونه روپۍ لګښت سره منصوبه وړاندې كړې كومه چې د منظورۍ لپاره ایكنك ته لېږلې شوي۔

مضمون کا ماخذ : quina resultados anteriores
متعلقہ مضامین
مزید خبریں