اسلام آباد 25 فروری (اے پی پی) د بهرنيو چارو وزير ??اه محمود قرېشي د پولينډ خارجه وزير ياسك چاپوويچ سره ټېليفوني تماس نيولې دے ۔د ګل په ورځ د خارجه وزارت لخوا جاري بيان له مخې د ټېليفوني تماس په مهال خارجه وزير ??اه محمود قرېشي خپل هم څنګ ته د پلوامه پېښې نه پس په سوئېلي آسيا كښې د پیدا شوي امن او امان صورتحال څخه خبرولو كښې ووئېل د هند لخوا د دړكو كولو باوجود د هند څخه شواهد غوښتې شوي او د پلوامه پیښې پلټنو له د بشپړه مرستې باور وركړې شوې ۔پاكستان په منطقه كښې د امن او استحكام خوښي لري۔مخدوم ??اه محمود قرېشي پولش خارجه وزير ته خواست وكړو چې پولينډ د ملګرو ملتونو د سلامتي كونسل غېر مستقل غړي په توګه په منطقه كښې د تاؤ تريخوالي كمولو لپاره خپل كردار ت?? سره كړي۔ دغسې دواړه خارجه وزيران د شريكې خوښې په بېلو څانګو كښې د مرستې د ودې د لارې دوه اړخيزه اړيكې لا مستحكم كولو ته سلا شول ۔د خبرو ??ترو په مهال دواړو خارجه وزيرانو د پاكستان او پولينډ ترمينځه د مشاورت دوامداره ساتلو پرېكړه هم وكړه