د تركيې خبري اژانس انا طوليه انټرنېشنل نيوز چيف ايډېټر فاروق طوكات د پلاوي سره د”اے پي پي”هېډكوارټرز دوره٬د “اے پي پي”منيجنګ ډائرېكټر محمد قمر الله چوهري سره ملاقات

image
APP43-12 ISLAMABAD: March 12 – Managing Director APPC Qamarullah Chaudri presenting a souvenir to International News Chief Editor of Anadolu Agency Furuk Tokat after a meeting at APPC Headquarters. APP photo by Afzaal Chaudhry

اسلام آباد 12 مارچ (اے پی پی) د تركيې خبري اژانس انا طوليه (اے اے)د پاكستان او تركيې ترمينځه د خبرونو د تبادلې لپاره د قامي خبري اژانس اېسوسي اېټډ پرېس آف پاكستان(اے پي پي)سره مرستې قوي كولو لپاره خوښۍ څرګنده كړې ده ۔په انقره كښې د انا طوليه ايجنسۍ انټرنېشنل نيوز چيف ايډېټر فاروق طوكات د نهې پھ ورځ پلاوي سره د”اے پي پي”هېډكوارټرز دوره وكړه۔د “اے پي پي”منيجنګ ډائرېكټر محمد قمر الله چوهري سره ملاقات كښې د دواړو خبري اژانس تر مينځه د خبرونو د تبادلې موجوده لوظ نه علاوه د ابلاغ ذريعو عصري تقاضو له مخې د”اے پي پي”او “اناطوليه”ترمينځه په پراخه همكارۍ زور راوړلې شو ۔هغه د اناطوليه ايجنسۍ چارې رامخې ته كړی كومه چې 41 بيوروز٬ 101 نمائندګان او 3500 د فري لانس خبريالانو عالمي نېټ ورك لري۔ده ووئيل اناطوليه ايجنسي د خاص سافټ ويئر د لارې د خبرونو د چربه سازۍ مسئلو مخ نيوې كوي او دې سره سره پھ دې لړ كښې د ګيلو ازالې لپاره د عدالتونو څخه هم مراجعه كوي۔دوهم ډائرېكټر جنرل او ايډيټر انچيف متين متانوګلو”اے پي پي”ته د خبرونو په اړه مرستې لپاره پھ انقره كښې د اناطوليه ايجنسۍ سره د خپل نمائنده په ځائ كولو وړاندېز وكړو۔د”اے پي پي”منيجمنګ ډائرېكټر محمد قمر الله چوهدري د تركيې پلاوي ته په قامي او مقامي ژبو كښې د قامي خبري اژانس ادارې چارو په اړه ووئيل چې په چينائي او فارسۍ ژبو كښې د خبرونو په جاري كولو هم غور روان دے۔ده ووئيل د نورو غېر ملكي خبري ادارو په تعصب لرونكو مواد په ځائ د باور وړ خبرونو تر لاسه كولو لپاره د دوست هېوادونو خبري ادارو ترمينځه مرسته ډېره مهمه ده۔د اناطوليه ايجنسۍ انټرنېشل آپرېشنز ډائرېكټر اورال يسل او د ماركيټنګ و كارپورېټ كميونيكېشن مشر يلما زيمن هم د ملاقات په مهال موجود وو۔د “اے پي پي”لخوا د اكنامك سروس ډائرېكټر بلال تهيم د اردو سروس انچارج حنيف صابر هم د ملاقات په مهال موجود وو

مضمون کا ماخذ : اولمپس کا عروج
متعلقہ مضامین
مزید خبریں