خارجه دفتر سفارت کارو ته د پلوامه پېښې د ابتدائی پلټنو په حقله بریفنګ

image

اسلام آباد 28 مارچ (اے پی پی) خارجه دفتر اسلام آباد كښې سفارتی ورورولۍ ته د پلوامه پېښی په اړه د پاکستان ابتدائی پلټنو پھ حقله بریفنګ وركړے دے ۔ دا بريفنګ د زيارت پھ ورځ خارجه وزارت كښې شوې چې پكښی اټارنی جنرل آف پاکستان ، خارجه او داخله سيكترانو او د وفاقی تحقیقاتی ادارې (ایف آئی اے) ډائریکټر جنرل ګډون كولو۔سفارتکارو ته وئيلي شول د پاکستان دا اقدام د پلوامه بريد په حقله د هند سره د مرستې لپاره د عزم سره سمون لري۔ هند خبر كړې شوې چې پاکستان په 27 فروری د هند د اړخه د دستاویز شیئر کولو نه پس پھ سمدستي توګه د پلټنو يوه كمېټي جوړه كړې وه او د پلټنو لپاره د ځينې كسانو تعیناتولو نه علاوه د هند د دستاویز د بنیادی برخې ،سوشل میډیا موادو په تکنیکی اړخونو كار هم پيل شوې۔ انکشاف شوې چې د هند دستاویز په 91 پانړو او 6 برخو مشتمل ؤ۔چې پكښی دويمه او دريمه برخه د پلوامه پېښې په حقله ده ٬ دغسې نورې برخې د عمومی تورونو په اړه دي۔ پاکستان هغه برخو ته پام لرنه كړې كومه چې د پلوامه پېښی په اړه وه۔بریفنګ كښې رامخې ته كړې شوي چې د پلټنو پھ مهال د هند د اړخه د وركړو اطلاعاتو د ټولو اړخونو تفصیلی جاج اخستې شوې چې پكښی د عادل ډار ’’اعترافی‘‘ ویډیو ،د بريد ذمه وارۍ ’’ادعا ‘‘ ، پلوامه بريد اعانت كښې د ویډیو او پیغامات شیئر کولو لپاره استعمال کړې وټس ایپ او ټیلی ګرام لمبرې، د کالعدم تنظیم په اړه د 90 شكمنو كسانو فهرست او مبینه تربیتی 22 کیمپونه په ګوتھ كړې شوي ځايونه شامل وؤ۔ د هند د اړخه وركړې شوي جی اېس اېم لمبرې رابطې او هلو ځلو په اړه د تفصیلات پشمول ډيټا وركولو له سروس پرووائډر ته خواست شوې ۔ د امریکې حکومت ته هم د وټس ایپ په حقله مرستې لپاره وئېلې دشوې۔ بریفنګ كښې په دې خبره زور راوړې شوې چې 54 زیر حراست كسانو څخه د پوښتنو په مهال تر اوسه د هغوي د پلوامه پېښې سره كوم تعلق نه دې ثابت شوې۔دغسې د هند د اړخه د په ګوته كړو 22 ځايونو جاج اخستې شوې چرته چې كوم كوم كيمپ وجود نه لري ۔خارجه دفتر ووئيل د پلټنو عمل روان ساتلو له د هند څخه اضافی اطلاعات او دستاویزات ته اړتيا ده دغسې پاکستان دا عمل تر منطقی نتیجې رسولو له اوس هم لوظي دے

مضمون کا ماخذ : پاکستان لاٹری نمبر
متعلقہ مضامین
مزید خبریں