اسلام آباد 29 مئی (اے پی پی) د وزيراعظم د اطلاعات او خپرونو خاص مرستيالې ډاكټر فردوس عاشق اعوان وئېلي دي چې د احتساب لښته خوزي نو كرپشن كوونكي د ځواب وركولو په ځاې په حكومت ټكونه كوي٬د سياسي نابالغو لپاره سياسي بلوغت ډېر ضروري دے ٬بېنظيربهټو د ترهه ګرۍ خاتمې لپاره د خپل ځان قرباني وركړی خو نن د هغې زوې د پاك پوځ په پوسته د بريد كوونكي اسمبلۍ غړي پارليمان ته د راوستلو خبره كوي ٬ كومه چې د خپلې مور د شهادت نه سرغړونه ده٬د نېب په بللو مېرمنې او كارمندان د ډهال په توګه كارول دا څنګه سياست دے ٬كه د چا لمن پاكه وي نو د پټېدو او تښتېدو په ځاې دې هسكه غړۍ ځواب وركړي٬د مېډيا مالكانو له د اشتهاراتو وركړی لپاره په مشاورت يو مكنزم جوړ كړی شوې كوم به چې په مستقله توګه د مېډيا او اشتهاراتو لپاره صحيح برخه جوړولې شي۔دې د شورو په ورځ انفارمېشن سروسز اكېډېمۍ كښې مېډيا وركرز له د راشن وركولو دستورې ته خطاب او خبريالانو سره خبرې كولې۔د طلحه فاؤډېشن مشر سناتور طلحه محمود ٬ د نېشنل پرېس كلب ستر سېكتر انور رضا پشمول د اېم ډبليو او او خبريالانو تنظيمونو عهديدار پھ دې موقع په ګڼ شمېر موجود وو٬ دستورې ته دې ووئيل د پاكستان په قوي كولو او مستحكمولو كښې د مېډيا كردار مهم دے او د مېډيا په صنعت كښې د مېډيا كارمندان د ملا د تير حېثيت لري ٬ تر څو چې دوي قوي نه كړې شي٬نظام نه شي قوي كېدې۔خاص مرستيالې ووئيل مېډيا دا وخت د بې شمېره چېلنجونو سره مخ ده٬حكومت د مېډيا مالكانو او كارمندانو ترمينځه فاصله ختموي او د مسائلو لرې كولو له په زړه پورې هڅې كوي۔دې ووئيل وزيراعظم عمران خان هم د مېډيا صنعت سره د اړوندو كسانو مسائل وړومبي حل كولو لپاره سپارښتنه كړې۔په تېر حكومت كښې چې د وزيراعظم عمران خان او د پي ټي آئي حكومت د راتللو لاره نيولو له چې د اشتهاراتو د لارې كومه بمباري شوې او د لوي لويې اشتهاراتو د لارې چې كوم مېزائل توغل شوي هغه ټولو ته معلومه ده۔ډاګټر فردوس عاضق اعوان ووئيل خو نن د وزيراعظم په حېث عمران خان د فراح دلۍ څرګندونه كړی او دوي له د اشتهارتو وركولو يې امر كړې۔دې ووئيل وزيراعظم نن هم د غريب اولس قامي سلامتيا ٬ دفاع او د مېډيا كارمندانو د حقونو لپاره هڅې كوي او د ادارو تحفظ له كار كوي۔خاص مرستيالې ووئيل چې كله د مېډيا د حقونو او دفاع خبره وكړو نو په دې كښې مېډيا وركرز په فرنټ لائن آف ډيفنس تر نظره كېږي۔كه چرته پرېس كونسل آف پاكستان ٬ پيمرا ٬ سي پي اېن اي٬اے پي اېن اېس٬پي بي اے او صحافتي تنظيمونه پھ ګډه د مېډيا كارمندانو لپاره په منظم ډول كومه تګلاره جوړه كړي نو ورسره بحراني كېفيت په ښه ډول ختمېدې شي۔دې ووئيل خبريالانو او مېډيا كارمندانو له هم د اي او بي آئي او سوشل سېكورټي حقونه٬نوكرۍ ٬صحت او د هاؤسنګ آسانۍ وركول غواړي او دا ټول څيزونه په يو كوټلي مېډيا پالېسۍ كښې رايوځاې كوو۔دې ووئيل حكومت پريكړه كړې چې د مېډيا مالكانو ته د اشتهاراتو په مد كښې كومې روپۍ وركړی كېږي هغه به د ملازمانو د تنخاګانو سره مشروت وي۔حكومت غواړي چې د مېډيا په صنعت كښې هم اجر او اجير ته برابر حقونه تر لاسه و ي۔ خاص مرستيالې ووئېل له بده مرغه مېډيا كښې يوازې اجر ته تحفظ او اجير يوازې پرېښودلې شي۔مونږ به دغه نظام ښه كوو۔دې ووئيل د يوې ډاكټرې په توګه مونږ ته وئېلي شوي وو چې د نيوكلېئس نه بغېر د سائنس تيوري كار نه كوي ٬ دغسې چې د مېډيا نيوكليئس نه د مېډيا كارمندان لرې كړی شي نو د مېډيا صنعت زيرو كېږي۔ډاكټر فردوس عاشق اعوان ووئيل زه د كوم جنرايل ٬ سرمايه دار ٬ جاګيردار لور نه يم او نه د مورثي سياست برخه يم چې ماته سياست د پلار نه پاتې شوي٬زه يوه كاركنه يم او زما طاقت غريب اولس دے ٬او د هغې اولس په سبب زه نن خذمت كوم۔دې ووئيل عمران خان چې د غريبانانو سره كومه مينه لري هغه كوم بل سياستمدار نه لري۔عمران خان په هر ځاې د غريب د رېليف خبره كوي۔دې ووئيل وزيراعظم عمران خان پھ قيادت كښې د ټولو چېلنجونو٬ستونزو او اهدافو سر كولو سره د كمزوري معيشت قوي كولو لپاره هڅې روانې دي۔دې ووئيل د الوتونكي ډالر وزرې پري كړې شوي او اوس د معيشت استحكام له شپه او ورځ كار كېږي ۔د يوې پوښتنې په ځواب كښې دې ووئيل د اسلام آباد نېب عدالت په بللو سياست كښې د ژوندي پاتې كېدو لباره يوه ناكامه هڅه شوې٬يو سياسي ګوند چا چې كله د وفاق نمائندګي كوله٬هغه نن تر څو ضلعو محدود شوے ٬ دغه سياسي ګوند اولسي ملاتړ د لاسه وركړی او په تېرو ټول ټاكنو كښې د دغې ګوند د كانديدانو ضمانتونه هم ضبط شوي ۔دې ووئيل دا هغوي له يو پیغام دے چې كرپشن پرېږۍ او حقيقي سياست وكړئ٬ډېر زر به دغه ګوند د سندھ څخه هم فارغ شي۔دې ووئيل د پيشۍ په موقع كارمندان او مېرمنې د ډهال په توګه كارولې شوي۔دې ووئيل له بده مرغه اوس هم هغه سياسي پوخ والې نه دې