د وزيراعظم د اطلاعاتو او خپرونو خاص مرستيالې ډاكټر فردوس عاشق اعوان پي ټي وي سره خبرې

image

اسلام آباد 23 جون (اے پي پي) د وزيراعظم د اطلاعاتو او خپرونو خاص مرستيالې ډاكټر فردوس عاشق اعوان وئيلي دي چې د قطر امير شېخ تميم بن حمد الثاني لخوا د پاكستان دوره ډېره مهمه ده٬ د دې به نه يوازې په پاكستان بلكې په منطقه مثبت آغېز وشي٬ پاكستان د ښو دوست هېوادونو لخوا سرمايه كارې ته ضرورت لري٬ مشاق اخستونكي دې اوس جے اېف 17 تهنډر ته توجه وكړي٬ د 7 مياشتو په مهال په برآمداتو كښې 70 فيصده اضافه شوې٬ په قطر كښې زمونږ ليك لوستو ځوانانو ته موقعې وركول كېدو سره به د هند اجاره داري ختم شي٬ د وزيراعظم عمران خان عزت په ټوله نړۍ كښې د پاكستان د پېژندګلو ذريعه جوړه شوې۔ د كال 2022م په فيفا نړيوال كپ كښې پاكستان په سيالكوټ كښې تيار شوي فټ بالونه د ډالې په توګه وړاندې كوي٬ مونږ غواړو چې په دې نړيوال كپ كښې د پاكستان نمائندګي هم په نظر راشي۔ هغې دا خبرې د اتوار په ورځ پي ټي وي سره په خپلو خبرو كښې وكړې۔ د وزيراعظم مرستيالې ووئيل چې د قطر امير شېخ تميم بن حمد الثاني لخوا د پاكستان دوره ډېره مهمه ده٬ د دې به نه يوازې په پاكستان بلكې په منطقه كښې مثبت آغېز وشي۔ هغې ووئيل چې وزيراعظم عمران خان په او آئي سي كښې د ټول اسلامي امت مشرانو سره روابط قوي كړي دي او د ده وېنا په منطقه كښې صورتحال بهتر كولو لپاره يو ټرېنډ جوړ كړے۔ هغې ووئيل چې د قطر امير لخوا دا د پاكستان غېر معمولي او مهمه دوره وه۔ هغې ووئيل چې په قطر كښې يو نيم لك پاكستانيان په بېلا بېلو څانګو كښې خدمات ترسره كوي او مونږ دا مرسته لا زياتول غواړو۔ هغې ووئيل چې د قطر امير دورې سره ب ه دوه اړخيزه تجارت زيات شي۔ د 7 مياشتو په مهال په برآمداتو كښې 70 فيصده اضافه شوې۔ هغې ووئيل چې قطر پاكستانيانو لپاره د خپلو دروازو پرانستلو اعلان هم كړے۔ په قطر كښې زمونږ ليك لوستو ځوانانو ته موقعې وركول كېدو سره به د هند اجاره داري ختم شي٬ مونږ جوائنټ وركنګ ګروپ هم جوړ كړے او قطر په پاكستان كښې په اېل اېن جي٬ اېل پي جي ٬ توان او نورو څانګو كښې سرمايه كاري كول غواړي۔ پاكستان د ښو دوست هېوادونو لخوا سرمايه كارې ته ضرورت لري۔ هغې ووئيل چې د قطر امير لخوا د پاكستان دورې سره ثابته شوې چې نړۍ د پاكستان په پلو متوجه شوې او مونږ سره روابط زياتول غواړي۔ هغې ووئيل چې د وزيراعظم عمران خان عزت په ټوله نړۍ كښې د پاكستان د پېژندګلو ذريعه جوړه شوې۔

مضمون کا ماخذ : میگا ملینز
متعلقہ مضامین
مزید خبریں