پاكستان كشميريانو سره د روح او د وجود تعلق لري

image
APP56-09 ISLAMABAD: August 09 - Special Assistant to the Prime Minister on Information and Broadcasting Dr Firdous Ashiq Awan briefing the media personas about the decisions taken in the Federal Cabinet meeting. APP

اسلام آباد 28 اګست (اے پي پي) د وزيراعظم د اطلاعات او خپرونو خاص مرستيالې ډاكټر فردوس عاشق اعوان وئېلي دي پاكستان كشميريانو سره د روح او د وجود تعلق لري٬نن كشميريان ژوبل ژوبل دي٬د جمعې په ورځ ټولو پاكستانيانو ته د وزيراعظم په غږ كشمير سره د يو والي څرګندونه كول دي٬اولس او سول سوسائټي دې د جمعې په ورځ 12 بجې كشميريانو سره د يو والي څرګندونه وكړي٬مسيحي ټولنه دې د كشميريانو حقونو لپاره په ټوله نړۍ كښې غږ پورته كړي۔هغې دا خبرې د شورو په ورځ د اونو نالولو كمپائن دستورې ته د خپلې وېنا په مهال وكړی۔هغې ووئيل د يو والي ورځې په موقع ټول قام ته په ټوله نړۍ كښې كشميريانو ته د يو والي پېغام وركول دي۔ دې ووئېل پاكستانې ماشومانې دې د جمعې په ورځ د كشمير ماشومانو سره او د هر عمر او هرې څانګې خلق دې كشميريانو سره د يو والي څرګندونه وكړي۔ د وزيراعظم خاص مرستيالې ووئيل د كشمير په حقله او د مودي په ضد ټول اقليتونه يو موټې دي٬په مقبوضه كشمير كښې كشميريان په كرفيو او بندېزونو كښې راګېر كړی شوي او د بنيادي آسانيو نه محروم كړې شوي۔ دې ووئېل نريندر مودي د منطقې امن خطر سره مخ كړې۔د وزيراعظم عمران خان په مشرۍ كښې مونږ نړۍ د كشمير د صورتحال نه خبروو۔ډاكټر فردوس عاشق اعوان ووئيل ځوانان زمونږ سرمايه ده ٬هغې د اقليتونو په حقونو زور راوړولو سره ووئيل په پاكستان كښې ټولو اقليتونو ته تحفظ وركول او يو ډول حقونه وركول د قائداعظم وژن ؤ ۔ دې ووئېل وزيراعظم عمران خان د قائداعظم عسكر دے او د قائد وژن مخ په وړاندې بوځي۔دې ووئيل د پاكستان تحريك نه واخله د پاكستان تر جوړېدو مسيحي ټولنه مهم كردار لري ۔ دې ووئېل د پاكستان ټول اقليتونه زمونږ وياړ دے ٬خاص مرستيالې ووئيل اونې د زمكې ښكلا وي او ماحول د ناولتيا نه ساتي۔دې لپاره حكومت ګرين پاكستان كمپائن پېل كړی او بايد ټول په دې كښې برخه واخلي

مضمون کا ماخذ : سشی ایکسپریس
متعلقہ مضامین
مزید خبریں