پاكستان په سعودي كښې د تېلو په تنصيباتو د ډرون بريد سخته غندنه وكړه٬ د سعودي سلامتيا او سيمه ايز استحكام ته د ورپېښو خطرو په صورت كښې به د برادر هېواد مكمل ملاتړ كوو۔ د خارجه دفتر وياند ډاكټر محمد فېصل

image

اسلام آباد 14 ستمبر (اے پي پي) پاكستان په سعودي كښې د تېلو په تنصيباتو د ډرون بريد سخته غندنه كړې او وئيلي ئې دي چې د سعودي سلامتيا او سيمه ايز استحكام ته د ورپېښو خطرو په صورت كښې به د برادر هېواد مكمل ملاتړ كوو۔ د خالي په ورځ د خارجه دفتر لخوا جاري شوي بيان له مخې پاكستان تېره ورځ د سعودي په لوېديځو بقيق او خريض آئل فيلډز د ډرون بريدونو سخته غندنه كړې د كومو په نتيجه كښې چې د تېلو په تنصيباتو اور لګېدلې او ډېر مالي زيان شوے۔ وياند ووئيل چې تجارتي چارې تباه كول او يره خپرول د قبلولو وړ نه دي۔ هيله ده چې داسې بريدونه به بيا ونه شي٬ داسې پېښې په منطقه كښې سوله ايز ماحول ته د زيان سبب ګرځي۔ پاكستان سعودي سره د مكمل يووالي او د ملاتړ د عزم پخلې كړے۔

مضمون کا ماخذ : estatisticas dupla sena