خبرې اترې كونكې حكومتې پلاوي د اپوزېشن ګوندونو رهبر كمېټۍ سره وړومبۍ ناسته تر سره شوه

image

اسلام آباد 25 اکتوبر (اے پی پی) د آزادۍ مارج په اړه د خبرو اترو كونكې حكومتې پلاوي مشر او دفاع وزير پروېز خټك وئيلې دي د اپوزېشن ګوندونو كمېټۍ سره به د خبرو ښې نتيجې رامخې ته شي٬د هغوي تجاويز به ليډرشپ ته وړاندې كولې شي٬د خبرو دوهم پړاؤ به كېږي۔د دې خيااتو څرګندونه ده د جمعې پھ ورځ د رهبر كمېټۍ كنوينئر اكرم خان دراني په استوګنه د خبرو وړومبۍ ناستې نه پس پرېس كنفرنس كښې وكړه۔پھ دې موقع لنډ مهاله اولس مشر صادق سنجراني٬د قامي اسمبلۍ سپيكر اسد قيصر٬د مذهبي چارو وفاقي وزير پيرنورالحق قادري٬د تعليم وفاقي وزير شفقت محمود٬د خزانې لپاره د قامي اسمبلۍ قائمه كمېټۍ چيئرمېن اسد عمر٬د پنجاب اسمبلۍ سپيكر چوهدري پروېز الهي او د رهبر كمېټۍ غړي موجود وو۔پروېز خټك ووئيل زمونږ د رهبر كمېټۍ غړو سره په ښه چاپېريال كښې خبرې كړې او مونږ هيله لرو چې د خبرو اترو به مثبتې نتيجې رامخې ته شي۔ده ووئيل د دواړو اړخونو څخه تجاويز وړاندې كړی شوې او مونږ به د رهبر كمېټۍ لخوا وړاندې كړی تجاويز خپل ليډرشپ ته وړاندې كوول او(نن)به د جمعې په شپه 10 بجې د رهبر كمېټۍ سره دوئمه ناسته كوو۔پھ دې موقع اكرم خان دراني ووئيل رهبر كمېټي به د خپلو غوښتنو څخه په شا نه شي۔هيله ده چې حكومتي پلاوې به زمونږ خبرې تسليم كړي

مضمون کا ماخذ : como ganhar na raspadinha
متعلقہ مضامین
مزید خبریں