د تهېلسيميا رنځ په وخت تشخيص، احتياطي تدبيرونه او درملنه ضروري ده

image

پېنډۍ 19 دسمبر (اے پي پي) اولس مشر ډاکټر عارف علوي د تهېلسيميا رنځ په وخت تشخيص، احتياطي تدبيرونه او په درملنه زور رواړلو سره وئيلي دي د ميډيا او جوماتونو د لارې په ټولنه كښې شعور پېدا كولو لپاره د رنځ خپرېدو مخ نيوې كېدې شي٬ د تهېلسيميا لاره نيولو لپاره به هر ډول اقدامات كولې شي٬ د صحت څانګې ته وزيراعظم وړومبې پام لرنه كوي٬ د صحت بجټ زيات كړې شوې٬ پاكستان كلين اېنډ ګرين جوړولو لپاره به هر كس له خپل كردار لوبول وي۔ د دې خيالاتو څرګندونه اولس مشر د زيارت په ورځ د پېنډۍ په ميډكل پوهنتون كښې څوارلسم ملي تهېلسيمياﺀ کنفرنس اېنډ ورکشاپ ته خپلې وېنا كښې وكړه۔ اولس مشر ووئيل د تھيليسييميا رنځ مخنيوي لپاره د ايران مثال زمونږ په وړاندې دے٬ د صحت څانګې ته وزيراعظم پام لرنه كوي٬ د صحت بجټ زيات كړې شوې٬ پاكستان كلين اېنډ ګرين جوړولو لپاره به هر كس له خپل كردار لوبول وي۔ ده ووئيل پاکستان د تهېلسيميا يو لك رنځوران لري٬ د دې رنځورانو ښېګړه يو نېك كار دے۔ اولس مشر ووئيل په دې لړ كښې ټولنه كښې شعور بېدارولو لپاره كمپائن څخه په دې رنځ قابو موندلې كېدې شي٬ د قانون جوړولو نه زيات د دې نفاذ مهم دے۔ اولس مشر ووئيل د هيپاټائټس رنځ مخنيوي لپاره هم ګامونه پورته كول پكار دې٬ پاكستان كلين او ګرين جوړول زمونږ د ټولو ذمه واري ده ٬ په دې لړكښې بايد مونږ خپل كردار ولوبو۔ ده ووئيل پاكستانيانو كښې د خېرات او عطيات وركولو جذبه زياته ده٬ د دې رنځ مخنيوي له دې هم شتمند خلق برخه واخلي۔ ده ووئيل د ډرامو د لارې هم پېغامونو سره شعور بېدارېدې شي۔ ده ووئيل د هيپاټائټس او تهېلسيميا غوندې د لوي رنځ د وينې د يو ټېسټ د لارې درك لګولو لپاره لائحه جوړولو ته اړتيا ده او هېواد كښې د صحت مسئلو هواري لپاره كوټلې لائحه ضروري ده۔ ده ووئيل حکومت د کفايت شعاري او سختو حالاتو باوجود احساس پروګرام او د صحت نورو پروګرامونو لپاره بجټ زيات كړې۔ اولس مشر ووئيل د تهېلسيميا رنځ له امله پحق رسېدلي عثمان له به په 23 مارچ صدارتي اېوارډ كولې شي ځكه چې ھغه نه يوازې خپله د دې رنځ مقابله كړې بلكې د تهېلسيميا د نورو رنځورانو ئې هم مرسته كړې۔ دستورې ته نېشنل هېلت لپاره د وزيراعظم خاص مرستيال ډاکټر ظفر مرزا٬ د پنجاب د صحت وزيرې ياسمين راشد’ د پاکستان بېت المال اېم ډي عون عباس بپي او د ته

مضمون کا ماخذ : لاٹری کی پیشگوئی
متعلقہ مضامین
مزید خبریں