د وزيراعظم خاص مرستيالې ډاكټر فردوس عاشق اعوان د روغتيا په اړه په نړيوال كنفرنس كښې دستورې ته وېنا

image

اسلام آباد 29 دسمبر (اے پي پي) د وزيراعظم د اطلاعاتو او خپرونو خاص مرستيالې ډاكټر فردوس عاشق اعوان وئيلي دي چې عمران خان دردېدونكي انسانيت لپاره شوكت خانم روغتون جوړ كړے، د رياست ذمه واري ده چې وګړو ته د علاج اسانيې وركړي، زما تعارف د سماجي كاركن دے او په دې زه فخر كوم. د اتوار په ورځ په ځائي هوټل كښې د روغتيا په اړه په نړيوال كنفرنس كښې دستورې ته په خپله وېنا كښې هغې ووئيل چې زما په تربيه كښې زما د مور او پلار لوي كردار دے، پروفېشنلزم سره سره ښه انسان كېدل ډېر ضروري دي. هغې ووئيل چې زه سياست ته كاروبار يا روزګار لپاره نه يم راغلې، ما د فاطمه جناح مېډيكل كالج څخه د طب زده كړه كړې، او كه ما كاروبار كولو نو د روغتيا د څانګې نه بله ښه څانګه نه وه. هغې ووئيل چې وزيراعظم عمران خان ناممكن ممكن كولو سره حكومتي ايوانونو ته راغلې، عمران خان دردېدونكي انسانيت لپاره شوكت خانم روغتون جوړ كړے. شوكت خانم غريب او مستحق رنځورانو لپاره د اميد وړانګه ده. د وزيراعظم خاص مرستيالې ووئيل چې د پاكستان تعارف د اسلامي فلاحي رياست تعارف دے، د رياست ذمه واري ده چې وګړو ته د علاج اسانيې وركړي. هغې ووئيل چې رنځورانو ته طبي اسانيې وركولو لپاره ريليف پروګرام د حكومت وړومبې ترجيح ده. د طب زده كړې كوونكي بايد خپل مقصد هېر نه كړي. بايد دوي د انسانيت خدمت وكړي. ډاكټر فردوس عاشق اعوان ووئيل چې وزيراعظم عمران خان د روغتيا د څانګې بدلول پېل كړي، حكومت د روغتيا څانګه بهتر كولو لپاره اقدامات كوي. هغې ووئيل چې د نظام په بدلولو مقاٶمت كېږي، د طب په څانګه كښې د پبلك پرائيوېټ پارټنرشپ په پلو روان يو. هغې ووئيل چې احتياط د علاج نه بهتر وي. د روغتيا اصول خپلولو سره د رنځورې نه بچ كېدے شي. هغې ووئيل چې په هېواد كښې د داروګانو معيار ښه كولو لپاره اقدامات كولې شي.

مضمون کا ماخذ : ایزٹیک گولڈ
متعلقہ مضامین
مزید خبریں