په مقبوضه جمو كشمير د هند د غېر قانوني قبضې 75 كاله مكمل شول ۔د وزيراعظم د كشمير او ګلګت بلتستان چارو صلاحكار قمرزمان كائره د تورې ورځې په اړه خاص پېغام

image

اسلام آباد 26 اکتوبر(اے پی پی) د وزيراعظم د كشمير او ګلګت بلتستان چارو صلاحكار قمرزمان كائره د اكتوبر 27مې نېټه د كشمير تورې ورځې په اړه په خپل خاص پیغام كښې وئېلي دي نن په مقبوضه جمو كشمير د هند د غېر قانوني قبضې 75 كاله بشپړ شول ۔ده ووئيل دا د 27 اكتوبر 1947 ورځ وه كله چې هندي حكومت د جمو كشمير رياست ته د مهاراجه سره په ساز باز كولو خپل پوځ په طاقت مقبوضه كشمير ته داخل كړو او د اولس د خواهشاتو برعكس ئې په مقبوضه جمو كشمير غېر قانوني قبضه وكړه۔ده ووئيل نن د دې غېر قانوني قبضې 7 لسيزې وشوې او په دې ټوله موده كښې هند د كشميريانو عزم ماتولو له هر ممكن هڅه كړی خو د كشميريانو بهادرۍ او عزم د كشمير مسئلې ته د نړۍ پام راګرځولے دے ۔ده ووئيل د نړيوال قوانين له مخې هند سره په مقبوضه جمو كشمير كښې د مداخلت كوم جواز نشته او هند په كشمير كوم ډول دعوې نشي كولې۔ده ووئيل په مقبوضه جمو كشمير د هند قبضه غېر قانوني ده او دا د ملګرو ملتونو سلامتي كونسل قراردادونو او د څلورم جنيوا كنونشن ښكاره خلاف ورزي ده۔قمرزمان كائره ووئېل مقبوضه جمو كشمير د خپل حق څخه محروم ساتلو نه پس هند اوس د مقبوضه جمو كشمير د آبادۍ تناسب بدلولو يو ناوړه كمپائن پېل كړے ٬هند د وړاندې نه غېر كشميريانو كسانو ته د لاكهونو په حساب ډوميسائل وركړي او دغسې د جائيدار او د ملكيت قوانين كښې ئې هم بدلونونه كړې۔ده ووئيل ملګرو ملتونو٬او آئي سي او نورو بشري حقونو ادارو له د جمو كشمير شخړې سپيځلې او پرامن حل لپاره په هند فشار اچول پكار دي۔ده ووئيل هند له به په مقبوضه جمو كشمير كښې د بشري حقونو څخه د سر غړونې مخ نيوې كول وي او د 5 اګست 2019 غېر قانوني او يوه اړخيزه اقدامات به بېرته اخستل وي او كشميريانو ته به د هغوي د خواهشاتو او د ملګرو ملتونو سلامتي كونسل قراردادونو له مخې حق خود ارادايت وركول وي۔ده د دې عزم هم څرګندونه وكړه چې د كشمير د اولس تر آزادۍ به پاكستان د كشميريانو هر ډول اخلاقي٬سفارتي او سياسي ملاتړ روان ساتي

مضمون کا ماخذ : لاٹری جیتنے کی چانسز
متعلقہ مضامین
مزید خبریں