بیجنګ۔31اکتوبر (اے پی پی) پاكستان په شنګھائي كښې د 5 م نړيوالو درآمداتو نندارتون (سي آئي آئي اي) لپاره آن لائن نېشنل پوېلين جوړ كړے دے۔ 5 م چائنا انټرنېشنل امپورټ اېکسپو به د نومبر 5 مې نېټې څخه تر 10 نومبر دوام لري۔ چين كښې د پاكستان سفير معين الحق چینی ویب سائټ چائنا اکنامک نېټ ته وركړې خپله مركه كښې وئيلي چې مونږ بېلو تجارتي نندارتونونو او په خاص توګه نومبر كښې شنګھائي كښې كېدونكي چائنا انټرنېشنل امپورټ اېکسپو كښې ګډون كولو ته سترګې په لاره يؤ۔ د ټي ډي اے پي يوې ذريعې وئيلي چې پاكستان د 60 ملين نه زيات د افرادي قوت يوه لويه پنګه لري او دلته د ټېلې فون صارفينو شمېره د 150 ملينه نه زياته ده۔ دې سره سره پاكستان د كركيلې ٬ ټېکسټائل، فټ ویئر ، دواسازۍ، د لوبو سامان ٬ پېکېجنګ، اوسپنې او د سټيل حوالې سره په نړيواله منډۍ كښې يو مهم شراكت دے۔ پاكستاني سفير ووئيل دې پلېټ فارم څخه ګټه پورته كولو سره مونږ چين او نړۍ سره تجارت زياتولو له كار كوؤ۔ ده ووئيل چين د وړاندې نه د پاكستان لويې تجارتي همكار دے او تېر كال دوه اړخيزه تجارتي حجم كښې ريكارډ اضافه وشوه۔ سی آئی آئی ای د ګردې نړۍ كمپنيو لپاره په چين كښې يو داسې پلېټ فارم دے كوم چې د مصنوعاتو نندارتون ٬ برانډز ته وده وركولو او د لا كاروباري همكار جوړېدو موقعې رامخې ته كوي۔ سی آئی آئی ای په دې وروستيو كښې د آن لائن قومي نندارتون او د ډیجیټل سی آئی آئی آئی ای پلیټ فارم کلاؤډ لړۍ پېل كړې ده۔ د چائنا انټرنیشنل امپورټ اېکسپو بیورو ډپټی ډائرېکټر جنرل سون چنګ هائیي وئيلي چې د آن لائن نندارتون په تجرباتي آپرېشن كښې 30 هېوادونو برخه اخستې ده او دا پلېټ فارم په ذاتي حېثيت د ګډون پېشكش لپاره چمتو دے۔