پاكستان د صوماليه په موغاديشو ښار كښې د ترهه ګرۍ پېښه وغندله

image

اسلام آباد 31 اکتوبر (اے پي پي) پاكستان د صوماليه په موغاديشو ښار كښې د ترهه ګرۍ د پېښې او بزدلانه بريد غندنه كړې چې پكښې د 100 څخه زيات كسان مړه او ګڼ شمېر ژوبل شوي۔د خارجه دفتر وياند د ګل په ورځ جاري شوي بيان كښې د ترهه ګرۍ په پېښه كښې د مړو او ژوبل شويو كسانو كورنيو سره د يو والي څرګندونه وكړه۔وياند ووئيل چې د پاكستان اولس د غم او سوګ په دې سخت وخت كښې د صوماليې اولس سره ولاړ دې۔وياند ووئيل جې پاكستان صوماليه سره د ورورولۍ خپلو اړيكو ته د قدر په سترګه ګوري او باور لري چې د صوماليې اولس به دې پیښې څخه په مړانه ووځي

مضمون کا ماخذ : loteria do Paraná
متعلقہ مضامین
مزید خبریں