پاكستان ته د معاشي او سياسي استحكام ضرورت دے٬قام به د عمران خان په وجه ګمراه كېدو ته نه پرېږدو۔د مولانا فضل الرحمان خبري كنفرنس ته وېنا

image

پېښور01 نومبر(اے پی پی) د پاكستان دېموكرېټك مومنټ پي ډي اېم مشر او د جمعيت علماﺀ اسلام مركزي امير مولانا فضل الرحمان وئېلي دي وزيراعظم شهباز شريف د چين په دوره رسېدلے چې مقصد يې په هېواد كښې د سرمايه كارۍ د لارې د هېواد ښېګړې له لوئې پروژې هېواد ته راوړل دي٬دا لانګ مارچ نه د بې حيائۍ مارچ دے٬د پي ټي آئي په سبب زمونږ سياست په چوكونو كښې ماتم كوي٬قام به د عمران خان په سبب ګمراه كېدو ته نه پرېږدو٬د فتنه خان تر خاتمې به د هغه مقابله كوو۔د دې خيالاتو څرګندونه ده په ډېره اسماعيل خان كښې د شور كوټ په مقام په خپله استوګنه خبري كنفرنس ته د وېنا كولو په مهال كړې۔په دې موقع د خېبرپښتونخوا اسمبلۍ جي يو آئي پارليماني مشر مولانا لطف الرحمان٬چوهدري اشفاق اېډووكېټ٬حاجي عبدالله٬اكرم ناصر او نور هم موجود وو۔مولانا فضل الرحمان ووئيل پاكستان زمونږ هېواد دے٬د دې د بقاﺀ مونږ جنګ كوو٬پاكستان ته د معاشي او سياسي استحكام ضرورت دے ٬عمران خان په هېواد كښې سياسي او معاشي عدم استحكام راپېدا كوي۔ده ووئيل د لانګ مارچ شو ناكامه شوې٬مونږ په هېواد كښې د قانون سرلوړي غواړو٬د لانګ مارچ په اړه خېبرپښتونخوا او د پنجاب بيورو كريسي سره په رابطه كښې دي۔ده ووئيل د سي پیك روټ د يارك څخه تر ژوب پراختيا منظوري اخستلې شوې٬دغسې په ټانك كښې د څښكلو پاكو اوبه پشمول د نورو مسئلو حل لپاره هم په رابطه كښې يو۔

مضمون کا ماخذ : loteria instantânea
متعلقہ مضامین
مزید خبریں