د بېړۍ پېښه كښې د سوؤنو په شمېر پاكستاني وګړو د قيمتي ځانونو زيان زړه ته دړد رسوؤنكې پېښه ده ٬ خواجه سعد رفيق

image

اسلام آباد۔19جون(اے پی پی) د هوا بازۍ وفاقي وزير خواجه سعدرفیق وئيلي دي يونان ته نزدې د بېړۍ چپه كېدو پېښه كښې د سوؤنو په شمېر پاكستاني وګړو د قيمتي ځانونو زيان زړه ته دړد رسوؤنكې پېښه ده٬ خو دا كومه لومړۍ پېښه نه ده بلكې دا ډول پېښې پرله پسې رامخې ته كېږي٬ په رسمي توګه به سوګ ولمانځلې شي ٬ بشري قاچاقبر به ونيولې شي ٬ بيا به دا هر څه هېر كړې شي۔ د ګل په ورځ په خپل يو ټويټ كښې ده ووئيل يونان ته نزدې د بېړۍ چپه كېدو پېښه كښې د سوؤنو په شمېر پاكستاني وګړو د قيمتي ځانونو زيان زړه ته دړد رسوؤنكې پېښه ده٬ خو دا كومه لومړۍ پېښه نه ده بلكې دا ډول پېښې پرله پسې رامخې ته كېږي٬ په سركاري كچه به سوګ ولمانځلې شي٬ بشري قاچاقبر به ونيولې شي٬ كوم كسان چې په حق رسېدلي دي د هغوي كورنيو سره به مالي مرسته وكړې شي او بيا به مونږ د يو قوم په حېث د كوم سبق زده كولو نه غېر د كومې بلې پېښې منتظر پاتې شوؤ۔ ده ووئيل د بې وزلۍ ٬ بې روزګارۍ ٬ ناانصافۍ ٬ لا قانونيت او آمرانه سوچ ښكار پاكستاني ځوانان به د كوئلې د كانونو څخه واخله په ښكاره سمندرونو او د هېواد په هر سيمه كښی دغسې خپل ژوند له لاسه وركوي۔

مضمون کا ماخذ : bolão dupla sena
متعلقہ مضامین
مزید خبریں