اسلام آباد۔5جولائی(اے پی پی) د اطلاعاتو او خپرونو وفاقي وزيرې مريم اورنګزېب وئيلي دي د تحريك انصاف خپلو كسانو پاناما سازش په ډاګه كړو ٬ سازشي كردارونو يو نالائق مسلط كولو سره هېواد تباهۍ پلو ټېلا كړو٬ د هېواد د مسئلو حل نواز شريف لري٬ د پاكستان اولس هغه په درېم ځل د پاكستان وزيراعظم ټاكلې وو٬ د نواز شريف په دور كښې معيشت مستحكم شو٬ اولس ته د سي پېك ډالۍ ترلاسه شوه ٬ د هېواد زيات خذمت كوؤنكي سره ډېر زياتې وشو٬ كوم شكلونه چې نن هېواد ته اور لګوي هغوي به په كال 14-2013 كښې د سېي پېك منصوبې مخنيوي له په كنټېنر ولاړ وو۔ د شورؤ په ورځ خبري كنفرنس ته خطاب كښې وفاقي وزيرې ووئيل نن د جولائي 5 مه نېټه ده ٬ په ننۍ ورځ يو آمر د شهيد ذوالفقار علي بهټو په حكومت بريد كولو سره جمهوريت لمينځه وړلے وو۔ نن د کېپټن کرنل شېر خان شهید د تلين ورځ هم ده۔ نن د سي پېك لس كاله موده ترسره كېږي۔ ده ووئيل سي پېك د پاكستان او چين مشرتابه لخوا منطقې او پاكستاني اولس لپاره يوه ډالۍ ده٬ دا منصوبه د نواز شريف او صدر شي جن پنګ وژن دے۔ دې ووئيل سی پېک منصوبې پاكستان ته كال 2013ء څخه تر كال 2018ء په هره يوه څانګه كښې ترقي وركړه خو په تېرو څلورو كلونو كښې يو سازشي ټولګي ٬ نااهلو او غلو هېواد تباهۍ پلو ټېله كړو۔ دې ووئيل وزیراعظم شهباز شریف اتحادي حكومت سره په ګډه د تېر يو كال په مهال د معاشي تباھۍ ٬ بدحالۍ ٬ بې روزګارۍ ٬ لوډشېډنګ او ترهګرۍ ختمولو هڅو كښې بوخت پاتے شو۔ دې ووئيل نواز شريف په هېواد كښې د سياس استحكام بنياد كېښود٬ په صوبو كښې اكثريت لرونكو ګوندونو ته يۍ د حكومتونو جوړولو موقعه وركړه۔ دې ووئيل كله چې د صدر شي جن پنګ د پاكستان دورې خبر راغلو نو يو تن د هېواد د پرمختګ په ضد په كنټنر ولاړ وو ٬ هغه د سول نافرمانۍ تحريك كال وركړو٬ د سبي پېك منصوبې لاندې د توان منصوبې پېل كېدل وو٬ روزګار رامخې ته كېدل وو او دا سړے د دې منصوبې په ضد ولاړ وو۔ دې ووئيل نن دا سړے د آئي اېم اېف په پروګرام چغې وهي حال دا دے چې دا پروګرام مونږ نه و راوړے۔ دې ووئيل چې نواز شريف د هېواد معيشت مستحكم كړو٬ آئي اېم اېف ته يۍ په مخه ښه ووئيل۔ په كال 2017 كښې هېواد د پرمختګ په لاره روان وو۔ دې وئيل د هېواد په تاريخ كښې يوازېنې آئي اېم اېف پروګرام وو كوم چې د نواز شريف په دور كښې بشپړ شو۔ دې ووئيل د هېواد زيات خذمت كوؤنكي سره سخت زياتې وكړې شو٬ د پاناما پرېكړه په اقامه كښې بدله شوه۔ دې ووئيل نن د پي ټي آئي خلق هم د دې ګواهي وركوي چې نواز شريف سره سخت زياتې شوې۔ د پرېس كنفرنس په مهال د پاكستان تحريك انصاف مشر لارښود حامد خان نجي ټي وي چېنل سره د خبرو وډيو كلپ شيئر كولو سره دې ووئيل هم دا ډول خبرې شېخ رشيد او اعجاز شاه هم كړې وې كومو چې مسلم ليګ نون سره هېڅ تعلق نه لرلو۔ دې ووئيل پانامه په اقامه كښې بدلولو سره نواز شريف نااهل كړے شو كوم چې د اولس سره سخت زياتې وو۔ وفاقي وزيرې ووئيل په نواز شريف تورنه ولګولې شؤ او هغه د هر تور له امله قانون ته وړاندے شو۔ د هغه 150 نه زياتې پېشۍ وشوې۔ دې ووئيل 14 كاله پرله پسې خواري كولو سره آئي اېم اېف پروګرام بحال كړے شو كوم چې د هېواد د وقار او اقتصادي بحالۍ پروګرام وو۔ د خبريالانو د پوښتنو په ځواب كښې دې ووئيل عمران خان چې كله ګرفتار كړے شو نو د شهيدانو يادګارونه په اور وسوزولې شول او هغوي ته ګډ ټو سي يو ووئيلې شو۔ فارن ميډيا سره خپله مركه كښې عمران خان خپل زيات عزت كړے دے٬ هر وخت د دروغو د لارې څوك بې وقوفه جوړېدې نه شي۔ دې ووئيل د هغه د غلا قيصې مونږ ته راغلې وې مونږ قانون ته وسپارلې۔ دې ووئيل د تحقيقاتو ځواب بالټي ٬ ډبو او ډسټ بين څخه وركولې كېدې نه شي۔ د يوې بلې پوښتنې په ځواب كښې دې ووئيل په كال 2013 كښی د هېواد د يو ټاكلي شوي وزيراعظم په ضد سازش وكړے شو او دا په حقيقت كښې د پاكستان 22 كروړه اولس سره ظلم وو٬ داسې كردارونه به د پاكستان اولس چرې معاف نه كړي