اسلام آباد۔4نومبر(اے پی پی) دفاع لپاره د سېنېټ د قائمه كمېټۍ چيئرمېن سناتور مشاهد حسېن سيد وئيلي دي چې د پاكستان او فلسطين ترمېنځه اړيكې له كلونو څخه نه بلكې د پېړيو نه راروانې دي ٬ د پاكستان جوړېدو نه وړاندې او وروستو د قائد اعظم محمد علي جناح په شمول هر يو حكمران د اسرائيل په ضد د فلسطيني اولس په حق كښې خپلې بشپړه سياسي ٬ سفارتي او اخلاقي هڅې كړي دي۔ د پاكستان حكمران جوړېدو څخه وروستو چې كوم اولنے خط هغه كوم بهرني صدر ته ليكلے وو نو هغه د فلسطين په اړه د امريكې صدر ته وو٬ غزه دا مهال د اسرائيلي ظلمونو د تاريخ تر ټولو ناوړه نسل كشۍ سره مخ ده٬ مونږ له به د یو ملت په توګه د مظلومانو په حق کښې خپل غږ پورته كول وي۔ د دې خيالاتو څرګندونه ده د خالي په ورځ په غزه د اسرائيلي ظلمونو حوالې سره د سول سوسائټي اسلام آباد لاندې راجوړې كړې شوې دستورې ته خطاب كښې وكړه۔ په دستوره كښې د يو بي جي عمومي سېكتر ظفر بختاوري په شمول نورو كاروباري او سماجي شخصياتو ګډون وكړو۔ په دې موقعه په 7 نومبر د فلسطيني وګړو په حق كښې نېشنل پرېس كلب څخه تر ډي چوك د يو لويے لاريون ويستلو پرېكړه هم وكړې شوه۔ ده ووئيل د پاكستان او فلسطيني وګړو ترمينځه اړيكې هغه مهال پېل شوې كله چې په 23مارچ1940 د لاهور په تاريخي غونډه كښې قرارداد پاكستان سره سره د فلسطيني وګړو په حق كښې هم قرارداد منظور كړے شو۔ قائد اعظم ټول عمري د فلسطيني وګړو د حق خبره كړې۔ هغه اولنے خط د فلسطين په اړه د امريكې صدر ته لېږلې وو۔ده ووئيل نن يوازې اسلامي هېوادونو كښې نه بلكې په لوئيديزو هېوادونو كښې هم خلق د فلسطيني وګړو په حق كښې بهر راوځي۔ ده ووئيل اسرائيل د نسل كشۍ تاريخ رقم كوي مونږ له به د فلسطيني اولس ترڅنګ ټينګ ودرېدل وي۔