د هېواد په رغونه او پرمختګ كښې په زړه پوري كردار لپاره د ميرمنو په قامي چوكاټ كښې شاملول ضروري دي ۔ د صدر ډاكټر عارف علوي د نړيوال اسلامی پوهنتون كانووكیشن ته وينا

image

اسلام آباد 08 نومبر (اے پي پي) صدر ډاكټر عارف علوی وئيلي دي كله چې قامونه د علم ، انصاف او طاقت په بنیاد راپورته كېږي نو كاميابي ئې مقدر وي،عمر له د علم طالب خپل حقیقی منزل ته رسي، د هېواد تعمیر او پرمختګ كښې په زړه پوري كردار لپاره د ميرمنو په قامي چوكاټ كښې راوستلو ته اړتيا ده۔ده د نهې په ورځ نړيوال اسلامی پوهنتون 12م كانووكیشن ته وينا كوله۔ پاكستان كښې د سعودی عرب سفیر نواف سعیدالمالكی ، د قطر سفیر شیخ سعود العبدالرحمن الثانی، د نړيوال اسلامي پوهنتون صدر پروفیسر ډاكټر ھذال حمود العقیبی ، پرو وائس چانسلر ډاكټر محمد بن سالم ، ریكټر پروفیسر ډاكټر ثمینه ملك پشمول د بيلو هېوادونو سفارتكارو ، د تعليم پوهانو په دستوره كښې ګډون كولو۔ صدر مملكت ډاكټر عارف علوی ووئيل زما لپاره د خوشحالۍ خبره ده چې په نن ورځ د زدكوونكو د كاميابۍ په ورځ زه تاسو ته مخاطب يم،دا هم د خوشحالۍ خبره ده چې د تعلیم په څانګه كښې نامه لرونكې 114 محنتی استاذان ، 50 څانګو كښې 94 ډګري پروګرامونو كښې 34 زره زدكوونكي تعليم ترلاسه كوي۔ده په ميرمنو زور راوړو چې علم ترلاسه كولو نه پس د خپلو كورونو د ساتنې سره سره د هېواد په تعمیر او پرمختګ كښې هم خپل كردار ترسره كړې ، ده ووئېل د علم ترلاسه كول دا دي چې كومو ميرمنو علم ترلاسه كړو بايد هغه وړاندې هم نورو ته دغه منتقل كړي۔ده ووئيل نن د ګریجویټ زدكوونكو كردار د نوو نسلونو لپاره لوئ اهميت لري۔د نړيوال اسلامی پوهنتون ریكټر ډاكټر ثمینه ملك ووئيل پوهتون كښې 114 پیشه واره څانګو كښې تعليم وركړے كېږي چې له امله ئې د دې پوهنتون شميره د نړۍ په ښو پوهنتونونه كښې كېږي ۔ دغسې پرو وائس چانسلر ډاكټر محمد بن سالم ګریجویټس له مباركي وركړه

مضمون کا ماخذ : quina resultados anteriores
متعلقہ مضامین
مزید خبریں