لنډمهاله وزيراعظم انوارالحق کاکړ سره د اي سي او عمومي سېكتر خسرو نوريزي وليدل

image

تاشقند 08 نومبر (اے پي پي) لنډمهاله وزيراعظم انوارالحق کاکړ سره د اقتصادي مرستې تنظيم (اي سي او) عمومي سېكتر خسرو نوريزي د شورو په ورځ ليدل۔ د وزيراعظم آفس ميډيا ونګ لخوا د جاري بيان له مخې وزيراعظم انوار الحق کاکړ د ازبکستان په ښار تاشقند كښې د اي سي او مشرانو د شپاړسمې غونډې په موقع عمومي سېكتر خسرو نوزيري سره ليدلي۔ دواړو مشرانو د تجارت، رابطو او اقتصادي مرستې په څانګو كښې په دې وروستيو كښې د تنظيم د پېشرفت جاج واخست۔ په ملاقات كښې د هند په مقبوضه جمو و كشمير او د مېنځني ختيز په صورتحال بحث هم شوو۔ عمومي سېكتر اي سي او لپاره د پاکستان په بشپړه مرسته د وزيراعظم مننه وكړه او په منطقه كښې تجارت او رابطې قوي كولو لپاره د اي سي او د سېكټرېټ د عزم باور وركړو۔(gul/gul/2145)

مضمون کا ماخذ : quina prêmio acumulado
متعلقہ مضامین
مزید خبریں