د سېنېټ چيئرمېن صادق سنجراني د ملائيشيا د سېنېټ صدر سره د وېډيو لنك د لارې تماس ٬ د شريكې خوښې چارو پشمول د منطقې په مجموعي وضعه او په خاص توګه د فلسطين په مسئله د خيالاتو څرګندونه

image

اسلام آباد۔15نومبر (اے پی پی)د سېنېټ چیئرمېن محمد صادق سنجرانی او د ملائیشیا د سېنېټ صدر سېنېټر تان سری ډاکټر حاجی وان جنیدی بن تنکو جعفر ترمينځه د وېډيو لنك د لارې د نيولې شوي تماس په مهال د شريكې خوښې چارو په شمول د منطقې په مجموعي وضعه او په خاص توګه د فلسطين په مسئله د خيالاتو څرګندونه شوې ۔ د سېنېټ سېكرټرېټ له مخې د ملائيشيا د سېنېټ صدر سېنېټر تان سری ډاکټر حاجی وان جنیدی بن تنکو جعفر ووئيل د سېنېټ چيئرمېن صادق سنجراني د سېنټ په مسئله بشپړ بحث لپاره د سېنېټ خصوصي غونډه راوبلله۔ د پاکستان سېنېټ نړۍ ته د فلسطين مسئلې په اړه خپل غږ په بشپړه ډول رسولے دے۔ په دې د سېنېټ چيئرمېن ته مباركي وركوم۔ د پاکستان د سېنېټ په غونډه كښې د اسرائيلي ظلم او زياتي او د بشري حقونو د خلاف ورزيو سخته غندنه وكړې شوه۔ ده ووئيل مونږ به هم ډېر زر د ملائيشيا د سېنېټ غونډهكښې د فلسطين په مسئله بحث وكړؤ۔د ویډیو لنک د لارې دواړو لارښودو په دې موافقت وكړو چې نړيواله ورورولي او د بشري حقونو بېرغ پورته كوؤنكي هېوادونه د فلسطين مسئلې په اړه زيات ناكامه شوي او په فلسطين كښې روانه وضعه ګردې نړۍ لپاره په سنګين صورتحال بدلېدې شي۔ دواړو په دې هم موافقت وكړو چې نړيوالې ورورلۍ له به د اسرائيلي ظلم او بربريت مخنيوي لپاره د ګډې تګلاره وضعه كول او عملي ګامونه پورته كول وي۔ دوئي په هر فورم د كشمير او فلسطين دواړو مسئلو لپاره د غږ په پورته كولو هم موافقت وكړو۔ دغسې د سېنېټ چيئرمېن صادق سنجرانی د ملائيشيا د سېنېټ صدر ته د پاكستان دورې بلنه هم وركړه۔ د سېنېټ چيئرمېن خپلو خبرو كښې د اسرائيلي بربريت او د بشري حقونو سنګنيو خلاف ورزو غندنه كولو سره ووئيل د غزه په روغتونونو او په بې ګناه وګړو د اسرائيل بريدونه د نړيوال قانون او اصولو ښكاره خلاف ورزي ده۔ ده ووئيل د غزه په روغتون د اسرائيل تباهي كونكے بريد نړۍ سخته غمجنه كړی ده٬ نړيواله ورورولي دې د اسرائيل مجرمانه فعل په اړه خپل دوه مخيز معيار او د نړيوال بشري قانون عملي كولو كښې امتيازي اسلوب نه ډډه وكړي۔ ده ووئيل بې ګناه او بې وزله وګړو ته تحفظ وركولو له د جدي ٬ مضبوط او ګډ موقف خپلولو ضرورت دے۔ ده ووئيل د غزه وګړو ته د مرستې سامان رسولو له دې په فوري توګه راهدارۍ پرانستلې شي۔ ده ووئيل په نړيوال قانون كښې د جنګ په مهال روغتون او طبي مرسته رسوؤنكي محفوظ وي ولې دلته فلسطين كښې ښكاره جارحيت دے او بې رحمه عمل د انسانيت په ضد دے۔ ده زياته كړه چې د بې ګناه وګړو ٬ روغتونونو او املاكو په نخښه كول جنګي جرم دے كوم چې د اسرائيل كركجن بربريت په ډاګه كړے دے

مضمون کا ماخذ : نقدی پھٹنا
متعلقہ مضامین
مزید خبریں