اسلام آباد 20 نومبر (اے پي پي) نګران وزيراعظم انوار الحق کاکړ په اسلامي هېوادونو زور رواړے چې ھغوي په اتفاق د قابضو اسرائيلي ځواكونو په غزه كښې په بې ګناه وګړو د تشدد او د وحشيانه وژنو مخ نيوي لپاره په نړيواله ورورولۍ زور رواړي۔ د ګل په ورځ د وزيراعظم آفس ميډيا ونګ لخوا د جاري بيان له مخې وزيراعظم انوار الحق کاکړ سره په پاکستان كښې د متحدہ عرب امارات سفير حماد عبيد ابراهيم سالم الزابي په وزيراعظم هاؤس كښې ملاقات كړے دے ۔ د امارات سفير په ابوظهبي كښې د كاپ -28 راتلونكې غونډه كښې ګډون لپاره وزيراعظم ته رسمي بلنه وركړه۔ ده ووئيل پاکستان د موسمياتي بدلون په خبرو اترو كښې د سر په هېوادونو كښې يو دے او يو اے اي هيله لرې چې پاکستان به د کاپ۔28 كاميابي باوري كولو كښې خپل كردار ولوبوي۔ وزيراعظم متحدہ عرب امارات ته د دې مهم نړيوال موسمياتي بدلون كنفرنس په كوربتوب مباركي وركړه او د پاکستان د فعاله ګډون باور ئې وركړو۔ په دې موقع د دوه اړخيزه مرستې په پېشرفت هم د خيالاتو څرګندونه وشوه ۔ وزيراعظم د دواړو هېوادونو ترمېنځه قوي او په پراخه روابطو د اطمينان څرګندونه كولو سره د توان، تجارت او په سرمايه کارۍ كښې مرستې قوي كولو پلو د پام ګرځولو په ضرورت زور رواړو٬ د غزہ په صورتحال د خبرو په مهال وزيراعظم په اسلامي هېوادونو زور رواړو چې دوي په ګډه د قابضو اسرائيلي ځواكونو لخوا په غزه كښې په بې ګناه وګړو د تشدد او د وحشيانه وژنو لاره نيولو لپاره په نړيوالې ورورولۍ زور رواړي۔