د تجارت او سرمايه کارۍ په اړه د پاکستان او چين حقيقي صلاحيت څخه استفاده كولو ته اړتيا ده۔ فواد حسن فواد

image

اسلام آباد 01 جنوري (اے پي پي) د نجكارۍ نګران وفاقي وزير فواد حسن فواد وئيلي دي د تجارت او سرمايه كارۍ په څانګه كښې د پاكستان او چين د ملګرتيا حقيقي استعداد څخه استفاده كولو ته اړتيا ده۔ دا خبره د نجکاری وفاقی وزیر فواد حسن فواد د نجکاری ډویژن كښې د چین کمپنیو او سرمایه کارو پلاوي سره د ملاقات په مهال وكړه۔ د چين پلاوي سره په ملاقات كښې نګران وفاقي وزير ووئيل حکومت د اړخه د سرمايه كارو آسانيو لپاره د سپيشل انوېسټمنټ فيسليټيشن مرکز جوړ کړے شوے ۔په کوم کښې چې د ون ونډو سرمايه كارۍ اسانۍ وركړې كېږي ۔ فواد حسن فواد ووئيل د تجديد وړ انرجۍ په څانګه کښې سرمايه کارۍ او اي وي مينوفيكچرنګ كښې د چين سرمايه کارو لپاره د سرمايه كارۍ ښې موقعې شته۔

مضمون کا ماخذ : میگا ملینز کے نتائج
متعلقہ مضامین
مزید خبریں