اسلام آباد۔1جنوری (اے پی پی)سېنېټ د ترهه ګرۍ په ضد جنګ او د هېواد د پولو په تحفظ او دفاع وسله وال پوځ او د نورو دفاعي ایجنسیو قربانو په اړه قرارداد په يوه خله منظور كړے دے۔ د ګل په ورځ سینیټر بهرہ مند خان تنګي قرارداد وړاندې كړو چې د ترهه ګرۍ په ضد جنګ او د هېواد د پولو تحفظ او دفاع په اړه د وسله وال پوځ او نورو دفاعي ایجنسیو بلها قربانۍ وركړي ، د دغې حقیقت تسلیمولو تر مخه د هېواد دفاع په خاص توګه د مخالف ګاونډ په تناظر مكښې مضبوط پوځ او دفاعي ایجنسۍ ضروري دي ، په دې امر د سختې اندېښنې ښودلو سره ووئل شول چې د سوشل میډیا په مختلف پلیټ فارمز د وسله وال پوځ او د نورو دفاعي ایجنسیو په ضد منفي او په بدنیتۍ اډاڼه ډنډورې كېږي۔ قرارداد كښې وئېلې شوي د پاكستان سینیټ حکومت ته سفارش کوي چې حکومت داسې كسانو له د قانون تر مخه سزا وركړي ۔ دغسې دا قرارداد اېوان په يوه خله منظور كړو۔