وفاقي وزير مرتضی سولنګي د راجه مهتاب خان د مشر ورور په مړينه خواشيني اوښودله

image

اسلام آباد۔23جنوری (اے پی پی) د اطلاعاتو ٬ خپرونو او پارليماني چارو نګران وفاقي وزير مرتضی سولنګي د اوصاف ګروپ آف نيوز پېپرز چيف ايډيتر راجه مهتاب خان د مشر ورور په مړينه د غم دړد او افسوس څرګندونه كړې ده۔ د نهې په ورځ د غمرازۍ خپل پېغام كښې ده ويلي چې د راجه مهتاب خان د مشر ورور د مړينې په خبر راته زيات افسوس وشو ٬ د غمجنې كورنۍ په غم كښې برابر شريك يؤ۔ ده دعا وكړه چې پاك پروردګار دے ارواښاد له د خپل رحم په پلو كښې ځايې او غمجنې كورنۍ له د زغم توفيق وركړي۔

مضمون کا ماخذ : میان میجک وائلڈ فائر
متعلقہ مضامین
مزید خبریں