وزيراعظم د آزادۍ ورځ په ولوله او جذبه لمانځلو ٬ هېواد د قائد پاكستان جوړولو لپاره عزم ٬ قامي استحكام او هيواد لپاره به هر ډول قرباني وركوؤ٬ د ارشد نديم كاميابۍ د جشن آزادۍ خوشحالۍ يو په دوه كړي: شهباز شريف

image

اسلام آباد۔13اګست(اے پی پی) وزيراعظم شهباز شريف د آزادۍ ورځ په ولوله او جذبه لمانځلو او د مورني هېواد د قائد پاكستان جوړولو عزم يادولو سره وئيلي دي د ژوند ټولو څانګو سره تعلق لرونكي وګړي به شپه او ورځ محنت كولو سره پاكستان يو عظيم هېواد جوړ كړي٬ قامي استحكام او هېواد لپاره به هر څه قربان كړؤ٬ كه پاك پروردګار ته منظور وي دا هېواد به د قائد پاكستان جوړ شي ٬ د صنعت، كركيلې، تجارت او نورو څانګو فعاله کولو لپاره پېداواري لګښتونه کمول ضروري دي۔ د بجلۍ او توان په څانګو كښې د اقدامات ګټه به اولس ته ورسي۔ د ارشد ندیم لوئې بریا د آزادۍ ورځې خوشحالۍ لاپسې زیاتې کړې۔ ده د دې خيالاتو څرګندونه د نهې په ورځ د وفاقي كابينې په غونډه كښې خپلو خبرو كښې وكړه۔ وزيراعظم ووئيل ټول ملت به سبا جوش او په جذبه سره د آزادۍ ورځ لمانځي ٬ مونږ له به د دې خبرې لوظ كول چې د پاكستان تعمير او خذمت لپاره به شپه او ورځ كار كوؤ او په تېر دور كښې ضائع كړي شوي وخت څخه په سبق ترلاسه كولو به دا وطن يو عظيم هېواد جوړوؤ او دا هله ممكن ده چې مونږ شپه او ورځ خواري وكړو او ايثار او قرباني خپل شعار وګرځوو۔ ده ووئيل كه پاك پروردګار ته منظور وي دا هېواد به د قائد پاكستان جوړ شي۔ وزيراعظم ووئيل سږ كال د قامي اتل ارشد نديم بريا سره د جشن آزادۍ خوشحالۍ يو په دوه شوي۔ ده ووئيل ارشد نديم د پاك پروردګار په فضل او كرم او بيا د خپلې خوارۍ په نتيجه كښې 40 كاله پس پاكستان له په اولمپكس سيالو كښې ګولډ ميډل ګټلے۔ده ووئيل ارشد نديم په ګرده نړۍ كښې د پاكستان نامه روښانه كړه۔ ده ووئيل ارشد نديم ته مېډال وركولو له مونږ صدر پاكستان ته چيټۍ لېږلې ۔ هغه ته مو وزيراعظم هاؤس ته د راتللو بلنه هم وركړې۔ د كابينې غونډې ته په خطاب كښې د معيشت بهترۍ لپاره د پورته كېدونكو ګامونو ذكر كولو سره وزيراعظم ووئيل د بجلۍ په څانګه كښې زياته خواري او هڅې شوي۔ په دې كښې د پاور وزير ٬ دوهم وزيراعظم ٬ د خزانې وزارت ٬ د تجارت وزارت او د منصوبه بندۍ وزارت په شمول د نورو وزارتونو هڅې شاملې دي۔ ده ووئيل كه پاك پروردګار ته منظور وي د دې به قام ته ګټه ورسي۔ وزيراعظم ووئيل مونږ له به يوه خبره ياد ساتل وي چې كه صنعت ٬ كركيله ٬ تجارت او نورې څانګې فعاله كول دي نو پېداوري لګښتونه به كمول وي۔ ولې چې له دې پرته برآمدات زياتول او دا مسابقتي جوړول ممكن نه دي۔ په دې كښې د بجلۍ د بيعې مهم كردار دے۔ ده ووئيل د ګورننس ډیجیټائز كولو له بايد بشپړه هڅې وكړې شي۔ ده ووئيل هر يو به وزارت به پېپر لېس كول وي۔ ده ووئيل مونږ د اېف بي آر په شمول يو شمېر ادارو كښې صلاحكار تعينات كړي۔ د محنت په كولو مخ په وړاندې تلل ضروري دي ولې چې وخت د چا انتظار نه كوي۔ ده ووئيل پاك پروردګار چې مونږ ته كوم وخت راكړے كه دا په بشپړه ډول وكارولې شي نو مونږ كاميابۍ ترلاسه كولې شوو۔ ده ووئيل مونږ له به د تېر وخت 77 كالو رنځ څخه خلاصے ترلاسه كول وي۔ اولس هم دا هيله لري۔ مونږ له به اختراعی اقدامات، پروګرام او فیصله سازي كول وي۔ د اېف بي آر افسرانو په اړه وزيراعظم ووئيل زه په هغوي كښې زياتره نه پېژنم٬ مونږ په دې خواري كړې او رپورټس مو غوښتي دي٬ د ورځپانې خبر مې لوستلے چې هغوي سندھ هائي كورټ څخه سټے اغستې ٬ په دې ما د قانون وزير او اټارني جنرل څخه پوښتنه وكړه چې دا څه معامله ده۔ ولې چې مونږ خو هغوي او اېس ډي هم نه دے جوړ كړي۔ د پاك پروردګار شكر دے هغه سټے خارج شوه۔ ده ووئيل څوك هم عقل كل نه وي ٬ تل ټيم ورك مهم وي۔ ده ووئيل كه تاسو د ټيم غړي يۍ نو زما په مقابله كښې ستاسو زيات كردار دے۔ وزیراعظم ووئيل د غوره كاركردګۍ ګټه ټول قام ته رسي۔ زه عرض كوم چې كه مونږ ټول په ګډه كار وكړؤ نو ستونزې به ختمې شي۔ ده ووئيل د دې عزم پخلے كوؤ چې استحكام او هېواد لپاره به د هر څيز قرباني وركوؤ۔ ده زياته كړه چې مستحكم پاكستان لپاره به په ګډه كار كول وي

مضمون کا ماخذ : لاٹری ایپ کی تجزیات
متعلقہ مضامین
مزید خبریں