د پاکستان قيام د نېمې وچې مسلمانانو د اجتماعي او قامي هيلو مظهر دے ، د آزاد کشمیر وزيراعظم چوهدري انوارالحق د آزادۍ ورځ په موقع پیغام

image

مظفر آباد۔13اګست (اے پي پي) د آزاد حکومت ریاست جموں وکشمیر وزيراعظم چوهدري انوارالحق وئېلي دي ټول قام د ازادۍ جشن په ملي ولوله او جذبه نمانځي، د بابائے قوم حضرت قائداعظم محمد علي جناح مدبرہ او بے لوثه قیادت كښې د نړۍ تر ټولو لوي نظریاتي اسلامی هېواد پاكستان وجود موندلے ، د پاکستان قیام د برصغیر د مسلمانانو د اجتماعي او قامي هيلو مظهر دے ۔ 14اګست1947 يوه تاریخ سازه ورځ وه چې كله د علامه اقبال خوب تعبیر وموندلو ۔ د پاكستان آزادۍ ورځې په موقع خپل خصوصي پیغام كښې ده ووئېل د آزادۍ ورځ زمونږ مشرانو ته په هلو ځلو كولو د عقیدت پېرزوئنو وړاندې كولو ورځ ده چې كله هغوي خپل ځان او مال د وطن په آزادۍ قربان كړل او یخپله وينه ئې زمونږ لپاره د دې هېواد د بقا جنګ وكړو ۔ ده ووئېل د پاکستان قیام د دو قومي نظریه سبب دے او د دې نظریې په بنیاد چې كله په وړومبي ځل مفکر اسلام حضرت علامه اقبال د برصغیر تقسیم کولو او مسلمانانو له د يو جلا مملکت جوړولو تصور وړاندې كړے ؤ نو هغه وخت هغه په وضاحت کولو كښې د مسلمانانو په قامي تشخص او د اسلام په تهذیبي او كلتوري اقدارو او روایات خاص زور راوړے ؤ او هغه د قائداعظم خاص پام دې پلو ګرځولے ؤ چې د شریعت اسلامیه نفاذ لپاره د يو جلا اسلامي ریاست قیام ضروري دے۔ قائداعظم د دغې نظریه په بنیاد مسلم لیګ منظم کړو او د برصغیر مسلمانان ېي د يو بېرغ لاندې متحد کړل ۔ هغه د مقصد په صداقت او د مسلمانانو په اجتماعي پوهه او فراست غیر متزلزل باوري لرلو۔ ۔

مضمون کا ماخذ : آن لائن اور ایپلیکیشنز
متعلقہ مضامین
مزید خبریں