د وزیرِ اعظم په هدايت د اين ډی ايم اے په استور كښې سيلاب سره د مخ شويو سيلګرو ريسكيو كولو فوري ايكشن ٬ د بهرنيو د محفوظ پاتې كيدو رپورټ وړاندے كړے شو

image

اسلام آباد۔16اګست(اے پی پی) د وزيراعظم شهباز شريف په هدايت اېن ډي اېم اے په استور كښې سېلابي صورتحال څخه د ځپلې شويو سېلګرو رېسكيو كولو لپاره فوري اېكشن واغست او سېلاب څخه په ځپلې شوې سيمه كښې د بهرنيو سېلګرو محفوظ پاتې كېدو رپورټ وړاندے كړے شو۔ د جمعې په ورځ د وزيراعظم آفس ميډيا ونګ لخوا د جاري كړ ې شوي بيان له مخې په رپورټ كښی وئيلې شوي دي چې دوه اطالوي او ارجنټينا سره تعلق لرونكے يو سيلګرے محفوظ دے او ځپلې شوې سيمې څخه لرے دے٬ د فينه پل د بحالۍ كار تندۍ سره روان دے٬ اېن ډي اېم اے او اړوندې ادارې د حالاتو جاج اخلي او كوم هم ناڅاپي صورتحال لپاره چمتؤ دي۔ وزيراعظم هدايت وكړو چې دا خبره دې باوري كړې شي چې ځايې وګړې دې هېڅ ډول ستونزې سره مخ نه وي۔

مضمون کا ماخذ : پاور بال
متعلقہ مضامین
مزید خبریں