د وزيراعظم عمران خان د سعودي دوره به د هېواد معيشت لپاره ګتوره ثابته شي

image

اسلام آباد 23 اكتوبر (اے پی پی) د معيشت او توان په اړه د حكومت وياند ډاكټر فرخ سليم وئېلي دي د وزيراعظم عمران خان د سعودي دوره به د هېواد معيشت لپاره ګتوره ثابته شي٬سرمايه كارۍ لپاره سازګار ماحول پیدا كولې شي٬د ون ونډو آپرېشن له مخې به سرمايه كارو ته ټولې آسانې وركولې شي۔اے پي پي سره په خاص خبرو كښې ده ووئيل وزيراعظم د سعودي په رياض ښار كښې په سباؤن كښې د سرمايه كارۍ اقداماتو په عنوان په روان كنفرنس كښې ګډون كړی۔ده د سعودي باچا سلمان بن عبدالعزيز نه علاوه د سعودي د خزانې٬تجارت او سرمايه كارۍ وزير سره هم ملاقات كړې چې پكښې د سعودي وزيرانو او سرمايه كارو پاكستان كښې سرمايه كارۍ له خوښي څرګنده كړی۔۔ده ووئيل وزيراعظم كنفرنس ته په خپله وېنا كښې واضحه كړی چې په پاكستان كښې د سرمايه كارۍ غوره موقعې شته ٬په هېواد كښې په ترهه ګرۍ قابو موندلې شوې او غېر ملكي سرمايه كارو له به پاكستان كښې سرمايه كارۍ لپاره د ون ونډو آپرېشن آسانې وركولې شي۔د آئي اېم اېف څخه د بل آؤټ پیكج په اړه ده ووئيل په بنيادي توګه د بل آؤټ پیكج لفظ غلط دے٬د آئي اېم اېف 189 غړي دي چې پكښې پاكستان هم شامل دې

مضمون کا ماخذ : میگا فارچیون
متعلقہ مضامین
مزید خبریں