وزيراعظم عمران خان به د هېواد څخه د غريبۍ ختمولو لپاره ډېر زر انقلابي اقدامات اعلان كړي

image

اسلام آباد 09 نومبر (اے پي پي) د سياسي چارو لپاره د وزيراعظم خاص مرستيال نعيم الحق وئېلي دي چې وزيراعظم عمران خان به د هېواد څخه د غريبۍ ختمولو له ډېر زر انقلابي اقدامات اعلان كړي۔پي ټي وي سره په خبرو كښې ده ووئيل چې د وزيراعظم عمران خان چين كښې د غريبۍ خاتمې او كركيلې څانګه كښې شوې انقلابي اقداماتو څخه هم متاثره دې۔ده ووئيل چې پاكستان تحريك انصاف د خپل حكومت جوړېدو څخه وړاندې د كركيلې څانګې كښې ښه والي لپاره اصلاحات او د هېواد څخه غريبۍ خاتمې له د چين سره خبرې اترې كړې۔خاص مرستيال ووئيل چې په هېواد كښې د كركيلې څانګه تل نظرانداز كړی شوې خو حكومت به اصلاحات معارفي كولو سره په دې څانګه كښې ښه والې راولي۔د يوې پوښتنې په ځواب ده ووئيل چې پي ټي آئي تل د پاك چين اقتصادي راهدارۍ پروژې ملاتړ كړی ځكه چې د دې لوئ پروژې څخه به قامي معيشت ښه شي او د سټيل٬سيمنټ٬كركيلې او بنيادي ډهانچې پشمول نورې څانګې ښه والي كښې مرسته ترلاسه شي

مضمون کا ماخذ : پاور بال آن لائن خریداری
متعلقہ مضامین
مزید خبریں