د اوبو وسيلو وفاقي وزير فيصل واډا نجي ټي وي سره خبرې

image

اسلام آباد 09 نومبر (اے پي پي) د اوبو وسيلو وفاقي وزير فيصل واډا وئېلي دي چې د اولسي خېرښېګړی پالېسو او پروګرامونو له امله پي ټي آئي د هېواد ګټو لپاره كار كونكې تر ټولو لويې ګوند په توګه رامخې ته شوې كوم به چې په هېواد كښې سياسي او اقتصادي استحكام راولي۔يو نجي ټي وي چينل سره په خبرو كښې ده ووئيل چې وزيراعظم عمران خان ايماندار٬ديانتدار او بهادر ليډر دې د كوم چې په پاناما كښې نوم نه دې راغلې او نه هغه په كومه اېن آر او لاس ليك كړې۔ده ووئيل چې د وزيراعظم عمران خان د نواز شريف پشمول نورو بدعنوان سياستدانو سره هېڅ موازنه نه شي كېدې۔ده ووئيل چې وزيراعظم عمران خان د ټولو بدعنوانو عناصرو احتساب غواړي۔وفاقي وزير ووئيل چې وزيراعظم عمران خان په اولس كښې يو مقبول ليډر دې او د هغه د وژن له امله كال 2018 ټول ټاكنو كښې د پي ټي آئي لارښودو ګرد هېواد كښې كاميابي ترلاسه كړی

مضمون کا ماخذ : پاور بال جیتنے کے طریقے
متعلقہ مضامین
مزید خبریں