د رېلوے وفاقي وزير شېخ رشيد احمد د رېلوے په هېډكوارټرز كښې مېډيا سره خبرې

image

لاهور 17 نومبر (اے پي پي) د رېلوے وفاقي وزير شېخ رشيد احمد وئيلي دي چې غلو لوټل كوونكو د هېواد معيشت خراب كړے٬ د كوم سمولو لپاره چې سل ورځې كافي نه دي٬ كم نه كم يو كال به لګي٬ د فالوده٬ سكنجبين او وېلډنګ كوونكو په سر لوبې كوونكي به زندان ته ځي٬ لوټل شوې دولت بېرته راوړل اسان كار نه دے٬ خو د ځينې هېوادونو نه اطلاع ده چې لوټل شوې دولت بېرته راروان دے۔ د خالي په ورځ د رېلوے په هېډكوراټرز كښې خبري كنفرنس ته د وېنا كولو په مهال ده ووئيل چې په اوسني صورتحال كښې كښې وزيراعظم چې په كوم ډول معاملې مخ په وړاندې روانې كړې دي٬ دا يو مثال دے۔ ده ووئيل چې د وزيراعظم د چين دوره كاميابه وه٬ دومره كاميابه دوره ما په ژوند كښې نه ده ليدلې۔ د چين دورې په مهال د پاكستان د خواهش نه زيات په لاس راغلي او د دې به ډېر زر اعلان وكړے شي۔ وفاقي وزير ووئيل چې رېلوے حالت ښه كولو لپاره كوټلي ګامونه پورته كولې شي۔

مضمون کا ماخذ : سانتا کی جنگلی سواری۔
متعلقہ مضامین
مزید خبریں