د وزيراعظم د احتساب خاص مرستيال بېرسټر شهزاد اكبر نجي ټي وي چېنل سره خبرې

image

اسلام آباد 18 نومبر (اے پي پي) د وزيراعظم د احتساب خاص مرستيال بېرسټر شهزاد اكبر وئيلي دي چې حكومت به د احتساب مشكل عمل روان ساتي٬ په راتلونكو 50 ورځو كښې به د 700 اربه لوټل شوي قومي دولت په اړه مهم تفصيلات اولس ته وړاندې كړې شي۔ يو نجي ټي وي چېنل سره په خبرو كښې ده ووئيل چې ګڼ شمېر هېوادونو سره د مني لانډرنګ په اړه لوظنامې شوې دي٬ حكومت د اولس د دولت لوټ كوونكو په اړه معلومات هم راغونډ كړي دي۔ دا لوټل شوې دولت به بېرته پاكستان ته راوړلې شي۔ ده ووئيل چې په دې لړ كښې قانوني عمل روان دے۔ دا كار مشكل ضرور دے چې پكښې به وخت هم لګي خو د تحريك انصاف حكومت به په دې هڅه كښې هم كاميابي ترلاسه كوي۔

مضمون کا ماخذ : وائکنگز گو برزرک
متعلقہ مضامین
مزید خبریں