د اولس مشر ډاكټر عارف علوي لخوا په روپۍ فشار كمولو له اولس ته د ملكي مصنوعاتو اخستلو تاكيد

image

اسلام آباد ۔ 2 دسمبر (اے پی پی) اولس مشر ډاكټر عارف علوي په روپۍ د روان فشار كمولو له اولس ته د ملكي مصنوعاتو اخستلو تاكيد كړې دې۔ د سماجي رابطو په وېب سائټ ټوئټر جاري كړي خپل پېغام كښې اولس مشر وئيلي دي چې په پاكستاني روپۍ فشار نظر كښې نيولو سره بايد مونږ د تعيش او درآمد كړې شويو څيزونو اخستلو نه ډډه وكړو۔ ده ووئيل كه مونږ د روزانه استعمال څيزونو جاج واخلو نو د درآمد كېدونكو څيزونو يو لوئې فهرست جوړېږي۔ ده ووئيل په روپۍ روان فشار كښې كمي له مونږ ټول په ګډه كار كولې شؤ

مضمون کا ماخذ : پرامڈ ادا کرتا ہے۔
متعلقہ مضامین
مزید خبریں