د خزانې وفاقي وزير اسد عمر په مشرۍ كښې د اسلامي سكوك اجرا په اړه د پرمختګ جاج اخستلو لپاره د اسلامي بانكونو د سينئر استازو غونډه

image

اسلام آباد 20 دسمبر (اے پی پی) د خزانې وفاقي وزير اسد عمر د بانكونو په څانګه كښې د اسلامي بانكونو زيات شوې كردار ستائېلو سره د اسلامي سكوك اجرا په لړ كښې د حكومت لخوا د بشپړه مرستې باور وركړې۔د زيارت په ورځ د خزانې وفاقي وزير اسد عمر په مشرۍ كښې د اسلامي سكوك د اجرا په اړه د معاملو د پرمختګ جاج اخستلو لپاره د اسلامي بانكونو د سينئر استازو غونډه وشوه۔د اسلامي بانكونو يو كنسورشيم ته حكومت د رابطې او د اسلامي سكوك په اجرا كښې د آسانې وركولو ذمه واري ورپغاړه كړی۔په غونډه كښې د اسلامي بانكونو استازو وفاقي وزير په دې لړ كښې د پرمختګ نه خبر كړو۔دوي ووئيل ډېر كار شوې٬د خزانې وزير د هېواد د بانك په څانګه كښې د اسلامي بانكونو د زيات شوي كردار ستائنه وكړه۔د غونډې په مهال د توان وفاقي وزير عمر ايوب خان هم موجود وو

مضمون کا ماخذ : اسکریچ کارڈ کی پیش گوئی
متعلقہ مضامین
مزید خبریں